پخپل ځان د باور زياتولو لپاره دا ۵ هنرونه وکاروئ
خبريال وېبپاڼه: پخپل ځان باور درلودل انسان ته نوي فرصتونه وړاندې کوي او له دې فرصتونو څخه ورته د ګټې اخیستنې چانس ورکوي، پخپل ځان باور ددې سبب کېږي چې انسان د خپل موجود قدرت او وړتيا څخه کار واخلي.
پخپل ځان د باور د زياتولو لپاره څو زرينې لارې چارې
۱- په دې لاره کې يو ستر خنډ د نورو خلکو فکر دی، ډېری کسان ځکه یو کار نکوي چې دا سوچ ورسره وي چې بيا به خلک څه وايي، خو دا فکر له څو اړخونو ناسم دی، لومړي دی څنګه چې دا ډول کسان فکر کوي داسې نه ده، نور خلک ستاسې په هکله سوچونه نکوي او نه دومره وخت لري چې ټول وخت په دې ضايع کړي چې تاسې کوم کار کوی په هغه کې سوچ وکړي، چې دا کار مو څنګه وکړ، څنکه ښکارېدی، د بلې خوا که ځينې کسان ستاسې په هکله دا سوچ او قضاوت هم وکړي دا په تاسې هېڅ ډول تاثیر نلري، تاسې پخپله فکر وکړئ ترننه پورې به تاسې د څومره خلکو په هکله څه ډول فکرونه کړي وي، په کوم یوه یې تاثیر کړئ؟ نو راحت اوسئ کوم کار کې په کوم وخت کې تاسې ته ګټور ښکاري بدون له دې چې د نورو خلکو بې ځايه قضاوتونه په نظر کې ونيسی ترسره یې کړئ.
۲- ټول له دې لارې تېر شوي دي، کوم کسان چې تاسې نن سبا ګورئ چې د ډېرو خلکو په وړاندې وينا کوي يو څوک چې نه پېژني هم ورځي ورسره ډېر ښه روغبړ کوي لکه د لسو کالو ملګری یې، دوی ټول له دې لارې تېر شوي دي، دوی ټولو دا وختونو تېر کړي دي چې په ځان يې باور کم و، خو دوی د نورو سره په اړيکو جوړولو د نورو خلکو سره په اړیکو غښتلي کولو کې بريالي سوي دي او ورځ تر بلې یې په ځان باور وده کړې ده.
۳- پخپل ځان د باور زياتولو لپاره هڅه وکړئ چې عملي تمرين ولرئ، هڅه وکړئ په سالمو غونډو، مجلسونو کې کون وکړئ، خپل دوستان ډېر کړئ، د خپلو ملګريو سره په خبرو کې ونډه واخلئ، ځان يو ډول مثبت جوړ کړئ، ښه نیت ولرئ د نورو سره د خبرو په پيل کې او يا جریان کې موسکا په شونډو ولرئ او په دې ډول حرکت وکړئ.
۴- په ځانګړي ډول که یو ځای مو وينا کولو نو هڅه وکړئ خپل پام مو په یوه ټکي راټول کړئ، مثال تاسې يوې غونډې ته وينا کوئ نو په دې وخت کې هڅه مکوئ د خلکو غبرګون وتلی او يا يې تحليل کړئ، تاسې کومې خبرې کول غواړي دی څه ډول مو چې پلان نيولی و په همغه ډول يې مخ ته یوسئ، دا ددې سبب کېږي چې ستاسې ذهن صرف پخپله وينا متمرکز پاتې شي او د نورو په هکله سوچ ستاسې په جرت کې مداخله ونکړي.
۵- پینځمه خبره هم دا چې په ځان کار وکړئ، هڅه وکړئ د تاريخ اړوند د جغرافیې اړوند د روان پوهنې اړوند ښه مطالعه وکړئ، خپل ځان خپل حواس وپېژنئ، په دې ډول پخپلو حواسو ترټولو په ښه ډول حاکم کېدی شئ، عمومي معلومات مو زياتېږي او دا په ځان باندې ستاسې باور زياتوي د خبرو لپاره ډیرې کلمې او ډېر څه درکوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.