د جوبایډن شوم نيت
خبريال وېبپاڼه: په امریکا کې د جنجالي ټاکنو وروسته نوی ولسمشر جوبایډن چې د ډونالډ ټرمپ وړاندې د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما لومړی معاون و ولسمشر شو، د امریکا ټاکنو ته د افغانانو هم سودا وه ځکه په امریکا کې حکومت د افغانستان په حالاتو باندې په مستقيم ډول اغېزه کوي.
اوس چې تازه جوبایډن د امريکا ولسمشر شو نو د افغانستان په هکله یې پخپله پرېکړه کې د ډونالډ ټرمپ له لوري د طالبانو سره لاسليک شوې توافقنامې ارزول وغوښتل، دې پرېکړې ته په افغانستان کې دننه يو طرف چې حکومت دی خوښ دی ځکه حکومت په دې باور دی چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ صرف د ټاکنو د ګټلو لپاره د طالبانو سره داسې هوکړه وکړه چې هغوي ته يې د اړتیا زیات شی ورکړل او حکومت ته يې زبان ورساوه.
که څه هم د افغان حکومت لپاره په ښکاره دا پرېکړه ښه ده خو د جوبایډن تاريخچې د امريکا تاريخچې په کتلو سره په ټوله کې به جوبایډن په افغانستان کې ستونزې زیاتې کړي کمې نه.
د امريکا ګټې!
ډېری افغانان اوس په دې پوهېږي چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د ګټلو اصلا نیت نلري، ځکه دوی د افغانستان په یو مبتذل حالت کې خپلې ګټې ويني په داسې يو افغانستان کې چې هلته دوی د افغان دولت او امریکا مخالفين یانې طالبان مات کړي او د حکومت پام ټول د هېواد په اقتصادي وده او د خلکو په سوکالۍ وي.
امريکا له دې ډول وضعیت څخه په ډار کې ده چې په هغه کې دې افغانستان د واقعي آزادۍ سفر پيل کړي، امریکا په داسې يو افغانستان کې خپلې ګټې ويني چې هلته ددوی تلفات نه وي نه حکومت سم کولی شي او نه د حکومت مخالفين حکومت ترلاسه کولی شي.
د غوڅې پرېکړې نشتون!
د امریکا د پخوانیو حکومتونو په څېر جوبایډن به هم د افغانستان په هکله پخپله تګلاره کې سرنوشت ټاکونکی بدلون رانه ولي، اوس چې ددوی عسکر په پاخه ډول خوندي دي د جګړې مصرف ورته د بل هر وخت په نسبتا کم شوی دی نو هېڅ ډول ستونزه نلري.
اوس امریکا د طالبانو سره رسمي توافقنامه لري، نه په ښکاره له دې توافقنامې انکار کوي او نه یې په سم ډول عملي کوي، البته طالبان هم همداسې دي، طالبان هم د توافقنامې په عملي کولو کې صرف امريکا په پام کې نيسي، صرف په امريکايي اهدافو حمله نکوي او نور په افغانستان کې جګړې ته ورځ تر بلې زور ورکوي.
څه کول پکار دي؟
اوس د امريکا دې ناوړه او پخپلو ګټو ولاړې د حرص ډکې پاليسۍ ته په کتو کار صرف افغانانو ته ورپاتې کېږی، که افغانان ددې ناوړه نیتونو ترڅنګ هڅه وکړئ ځان د سيند غاړې ته وکاږي نو کېدی شي افغانستان له دې ناوړه حالت څخه ووځي خو که داسې ونشي نو دا ځل به سل سلنه د افغانانو وينه اوسېږي او امريکايان به خپل عيش او عشرت کوي.
د طالبانو او حکومت لپاره دواړو ته پکار ده چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره د امريکا چيغې ته په تمه نشي، په ځانګړي ډول طالبان چې همدا اوس يې د خبرو مېز پرېښی دی بايد دې مېز ته راوګرځي او د حکومت سره خبرې پيل کړي.
پکار ده دواړه لوري په خپله برخه قناعت وکړي د افغان ولس په دې ناوړه او د ذلت ډک حالت زړه وسوځي او په دې باندې پوه چې ددې وضعيت دوام به ددوی دواړو لپاره د تاريخ توره صفحه پرېږدي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.