The news is by your side.

زابل کې ښوونځۍ ګټې اخستنې ته و سپارل سوې

خبریال ویبپاڼه/ زابل کې د ولسي تړون مسؤلین وايي چې دوی د زابل د مرکز په ګډون په لیري پرتو ولسوالیو کې لسګونه ښوونځۍ تر کار لاندې لري چې د لس بابه ښوونځیو کار يې پای ته رسیدلی او ډير ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل سي.

د دوی په وینا چې د دې ښوونځیو  چارې بشپړې سوې او دوی يې اوس د پوهنې بهیر ته سپاري ترڅو ورڅخه په رسمي ډول په زده کړه ییزه برخه کې ترې کار واخیستل سي.

د مسؤلینو په خبره دا ښونځي چې ۱۲، ۱۰، ۸، ۶، او څلور اطاقه دي د اړوند ملحقاتو اداري خونو، د اوبو منظم سیستم او تشنابونو په درلودلو سره  د پوهني ریاست ته د کارونې لپاره په واک کې ورکول کیږي

د زابل ولایت د ولسي تړون ولایتي مسؤل منیر احمد وویل چې تر دې لسو ښونځیو وړاندې پنځه او لس نور ښونځي هم د پوهني ریاست ته سپارل سوې وې

د منیر په خبره دغه ښوونځي چې د زابل په ارغنداب، شاجوۍ، شنکۍ، شهرصفا او میزانه ولسوالیو کې بشپړ سوې عملا د پوهني ریاست ته د ښه زده کړیز چاپیریال رامنځ ته کولو په پار په واک کې ورکول کیږي.

د دې سیمې اوسیدونکو وايي چې پوهنې ته ژمن او غواړي چې د خپلو اولادونو راتلوونکی په پوهنه سره روښانه کړي هغوی  له ولسي تړون څخه مننه وکړه خو چې په ښه کیفیت یې ورته په سیمه کې ښوونځۍ جوړې کړې دي، هغوی  د دا ډول نورو ښونځیو د رغولو او دغو ښونځیو ته د نورو امکاناتو برابرولو غوښتنه وکړه

ولسي تړون اداره وايي چې د تیر کال را په دې خوا د دوی د پروګرام چوکاټ کې د ۵۷ ښوونځیو کار پیل سوی چې تراوسه يې د ۲۵ بابه ښوونځیو ودانۍ بشپړې سوې او ګټې اخیستنې ته سپارل سوې او د ۳۲ نورو ښونځیو چې چارې یې د هوا د سړیدو له کبله دریدلې د هوا په تودیدو سره به یې کارونه بشپړ او دا به هم د پوهني ریاست ته وسپارل سي.

زابل د افغانستان له پامه غورځیدلو ولایتونو څخه دی د لته د پوهنې بهیر سره سره روغتیا، روغونې او په ټوله کې هیڅ یوې برخې ته څومره چې  اړینه ده پاملرنه نه ده سوې.

د زابل اوسیدونکي له دولته غواړي چې په ټولو برخو کې دوی او ولایت ته پاملرنه وسي او ورسره د مور او میرې چلند ونه سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.