مېرمنې دې په ګډ ژوند کې دې ۴ اصولو ته پام وکړي
خبريال وېبپاڼه:په ګډ ژوند کې داسې ډېرې کړنې دي، چې ګوندې د ښځو ورته پام نه وي شوی خو د اړیکې په ښه والي کې یې خورا ارزښت ناک وي.
په دې لیکنه کې د ښځو لپاره ځينې هیښونکې خبرې ذکر شوي، چې په پلې کولو سره به یې، ستاسو د ژوند ملګري سره په اړیکې ډېر ښه والی راشي. دا هیښونکې خبرې په لاندې ډول دي:
۱ـ ښکلا:
ښکلا تل په مود او فېشن کې نه ده،هغه څه چې تاسې ته تر بل هر څه ښکلي کوي، هغه ستاسو کړه وړه او ځان ته ارزښت ورکول دي.نو خپلو کارونو ته پام وکړئ، او داسې هېڅ کار مه کوئ، چې په هغه سره ستاسې د ژوند ملګري په زړه کې بدګمان پیدا کوي، او وروسته بیا خبره تر جنجاله او حتی طلاق ته رسېږي. د بېلګې په ډول: له خاوند څخه په پټه له کوره وتل، د خاوند له اجازې پرته له خلکو سره تګ راتګ، دروغ ویل….
۲ـ سینګار کول:
سینګار کول مو باید یوازې په ملمستیا کې نه وي.بلکه په کور دننه د خپل خاوند لپاره تل په سینګار سره واوسئ.په دې کار سره به مو د ژوند ملګري زړه لاسته راوړئ.
خو له بده مرغه ډېری ښځې دا خوښوي، چې کله بازار او یا هم نورو ځایونو ته ځي نو سینګار وکړي، او په کور دننه د خاوند لپاره د سینګار کولو حوصله نه لري.
هغه څه چې ستاسو د خاوند پام تاسو ته کوئ، هغه ستاسو ښکلا نه ده،بلکې سینګار مو ده.
۳ـخبرې کول:
په نرمښت سره خبرې کول ستاسو د شخصیت ښکارندوینه کوي.او که چېرې غوسه درغله او په قهر شوئ، نو اوږده ساه وباسئ، سترګې مو پټې کړئ، او چوپتیا اختیار کړئ.
په ګډ ژوند کې ډېری کله غټې ستونزې له دې راپیلېږي، چې کله د کومې خبرې په سر جنګ شي، نو سړي له ښځو څخه د دې تمه لري، چې د دوی د خبرو ځواب ورنکړي، او خبرې یې وزغمي.
دا ښه تمه ده، ځکه که سړي په قهر هم شي د هغوی قهر او غوسه په خبرو کولو سره پای ته رسېږي، خو په دې شرط چې ښځې یې د خبرو په مقابل کې ځواب ورنکړي، که هر څومره د ښځو لپاره دا ستونزمنه هم وي، چې غلي شي، خو دا کار باید وکړي.
پرېږدئ، چې هر څه وایي، ودېوایي، که چېرې تاسې په حقه وئ، نو هغه وخت چې د خاوند غوسه مو حلاصه شوه، په ډېره ارامه یې خپلو خبرو ته متوجې کړئ، چې کومې خبرې یې ستاسو نه دي خوښې شوي، او غلطې وې.
۴ـ ښکلې جامې اغوستل:
په کور دننه تل ښکلې جامې واغوندئ، هغه که داسې کارونه وي، چې ستاسو لپاره ډېر ستړې کوونکې هم واوسي، نو تاسې مو ښکلې جامې او ښکلی رنګ ورته واغوندئ.
د خپلې خوښې رنګ جامې اغوستل انسان ته یو ښکلی احساس ورکوي، چې په ستړې ورځ او ستړې کارونو کې ستاسو د انرژي په ډېرېدو کې هم مرسته کوي.
له بل پلوه ښکلې جامې اغوستل په دې مانا ده، چې تاسې ځان ته ارزښت ورکوئ. نو ځان ته ارزښت ورکول دا ستاسو حق دی.
لیکواله: مریم صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.