The news is by your side.

عبدالله عبدالله د طالبانو دسيسه افشا کړه

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال چې طالبانو په دوحه کې د افغان حکومت د ټيم سره خبرې درولي دي او د افغانستان پخوانیو دښمنو هېوادونو ته یې سفرونه پيل کړي د افغانستان د ملي پخلاينې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله طالبانو ته ويلي دي چې دوی په هرڅه خبر دي او د پرديو وعده عملي کول به په افغانستان کې عملي نشي.

د افغانستان د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې د ښځو يوې غونډې ته يې خبرې کولې وويل چې دوی به په هېڅ وجه د ښځو حقوقو باندې معاملې ته څوک پرېنږدي، عبدالله عبدالله همدارنګه وويل چې د افغانستان ښځو دا دوه لسیزې مبارزه کړې ده او ددې مبارزې په پايله کې یې خپل حقوق ترلاسه کړ دي دي اوس هېڅوک نشي کولی له دوی څخه دغه حقوق واخلي.

د پرديو وعدې نه عملي کېږي!

د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بهرنیو هېوادونو ته د طالبانو د سفرونو په هکله وويل چې دوی به هېڅکله د نورو هېوادونو فرمایشونه ونه مني، عبدالله زياته کړه چې د پردیو هېوادونو په خوله به دلته هېڅکله څوک شته او یا نشته نشي.

د عبدالله عبدالله اشاره دې ته وه چې طالبانو ته ځينې هېوادونو کې ویل شوي دي چې په راتلونکي حکومت کې به کوم کسان وي او کوم کسان به نه وي، عبدالله دې خبرې ته په اشارې وويل چې د بل هېواد څخه په فرمايشونو به نه څوک دلته لرې شي او نه به وټاکل شي.

طالبانو څه ويلي و؟

عبدالله په داسې وخت کې د پردیو د دسيسو په هکله خبرې کوي چې تېره ورځ د طالبانو يوې ډلې تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې تهران هم په کابل کې د يوه نوي حکومت له طرحې ملاتړ کوي.

د طالبانو یوه ډله څو ورځې په تهران کې وه او په دې ورځو کې يې ددې هېواد د بهرنیو چارو له وزير او نورو چارواکو سره وکتل.

د تهران ترڅنګ د طالبانو د سياسي هيئت یو ټیم مسکو ته تللی و او په دې هېواد کې يې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي سره وليدل.

د طالبانو یوه غړي په مسکو کې هم ناندريزې څرګندونې وکړې او د افغانستان خلکو سختې وغندلې، په مسکو کې د طالبانو يوه غړي عباس ستانکزي د ولسمشر غني استعفا وغوښته او سوله یې ددې استعفا سره وتړله.

د عبدالله عبدالله وړانديز!

د ملي پخلاينې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله طالبانو ته وويل چې په پردیو هېوادونو کې د غونډو په ځای دې د افغانانو سره کېني هرڅه چې وايي او هرڅه څه چې غواړي نو د افغانانو سره په خبرو کې یې دې مطرح کړي.

عبدالله زياته کړه چې په پردیو هېوادونو کې د جوړو پروژو او طرحو عملي کول نور په افغانستان کې امکان نلري او هرڅه چې کېږي باید پخپله د افغانانو په فيصله او مشوره ترسره شي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.