روسیې ته تللي طالبان قطر ته له څه پیغام سره لاړل؟

خبریال وېبپاڼه – روسیې ته تللي طالبان چې مشري یې عباس ستانکزي کوله قطر ته رسېدلي دي.‌په قطر کې طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ملا برادر او ایران ته تللی پلاوی لا تر اوسه نه دی را غبرګ شوی.

د عباس ستانکزي په مشري روسیې ته تللی طالب پلاوي هلته افغان سوله د اشرف غني ‌له استعفا سره وتړله او غوښتنه یې وکړه چې اوربند تر هغو ناشونی دی چې تر څو اشرف غني له خپلې دندې نه وي پر شا شوی.

دا خبره په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه را وپارول او د طالبانو په خلاف تر بل هروخت د ولس غصه زیاته را وپارېده.

ځینو خلکو اټکل کاوه چې دا غوښتنه د پاکستان ده چې افغانستان دې یو موقت حکومت جوړ او اوسنی نظام باید سقوط وکړي؛ خو ځینو نورو بیا وویل چې عباس ستانکزي‌د تېر په څېر دافغان حکومت ننګه او ملاتړ کړی او د طالبانو خلاف یې د خلکو نفرت را پارولی دی.‌

عباس ستانکزي ‌تر دې وړاندي یوځل دافغان پوځ او ادارو د ړنګولو خبره هم کړې وه.‌

عباس ستانکزی په طالبانو کې یو ناندریزه څېره ده چې اوس له ملا برادر او شیخ عبدالحکیم سره ژور اختلافات لري.

پر عباس ستانزي‌ باندي‌ د قطر د حکومت هغه مرسته د ملا برادر په غوښتنه بنده شوې چې قطر مېشتي هر طالب قوماندان ته یې ورکوي.

دا د میاشتې شلزره (۲۰۰۰۰) قطري ریاله او د کور کرایه ده ده چې وړاندي‌تر دې عباس ستانکزي‌ته ورکول کېده او له تېرو څو میاشتو ورباندي‌ بنده ده.

د چارو اکثره شننوکي په دې باور دي چې عباس ستانکزی هڅه کوي چې پآکستان ته ځان نېژدې کړي؛ خو پاکستان په عباس ستانکزي اعتبار نه کوي‌او تر ډېره بریده د هند د بلوي‌ طالب په سترګه ورته ګوري.

طالب سرچینې وایی چې روسیې ته تللی پلاوی ډېر خوشحاله نه دی او داسي‌ ښکاري‌ چې ښه پیغم له ځان سره نه لري.

روسیه یو د نړۍ له هغه هیوادونو څخه ده چې به افغانستان کې اوسنی وضعیت یې ځوروي‌ او تر ډېره بریده په اساني‌سره نه غواړيچې افغانستان د جګړې اورته دننه شي.‌

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More