کارداشيان د طلاق وروسته د يو حيرانوونکي‌ کار ترسره کول غواړي

خبريال ویبپاڼه: په امريکا کې په دې ورځو کې د دوو مشهورو تلويزيوني ستورو د طلاق کيسو د رسنیو فضا ګرمه کړې ده، کيم کارداشيان او کانیه وست په دې وروستيو کې يو بل په هېڅ ډول د تحمل وړ نه بولي او خبره يې دې ته رسیدلې ده چې د طلاق لپاره اماده ګي ونيسي.

کيم کارداشيان يوه مشهوره امريکايۍ تلویزیوني سېلېبريټي ده، نوموړې اوه کاله وړاندې د رپ سندرو د مشهور ستوري کانيه وست سره واده وکړ او د څلورو اولادونو موره شوه، دواړه ډېره زياته سرمايه لري او په عيش او عشرت کې په نړۍ کې ځانته نوم لري.

ددوی دواړو ترمنځ هغه وخت اوبه خړې شوې چې کله دوه کاله وړاندې کیم کارداشيان د یوه سندرغاړي سره يو ملاقات درلود، د ميک په نامه د مشهور سندرغاړي سره د کيم او وست ژوند سره ګډوډ شو، دا چې په دې ليدنه کې څه شوي دي دقیق مالومات نشته خو وست د ميک سره د کارداشيان په کار کولو هېڅ خوښ نه و.

په ۲۰۱۸ م کال کې وست په ټویټر کې وليکل چې کله کيم کارداشيان د ميک سره ملاقات وکړ بيا مې هڅه پيل کړه چې د هغه څخه طلاق واخلم، ده د ميک په هکله وويل چې هغه مې ملګری دی زما سره په د ناوي رفتار کوي خو زما سپۍ کیم کارداشيان له خپل حد څخه واوښته.

وست په يوه بل ټویټ کې د کارداشيان په مور تور پورې کړ او هغه یې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره پرتله کړه، ده پخپل ټویټر کې وليکل؛ کريس جونګ اون هڅه کوي ما د رواني ستونزو په بهانه په روغتون کې بستر کړي.

 

له دې خبرو او پرمختګونو او پېښو وروسته کيم کارداشيان پخپل غبرګون کې وويل چې لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ وست رواني ستونزې لري، دې زیاته کړه چې که تاسې پخپله داسې يو کس ولری نو پوه به شئ چې د هغه پوهول څومره ګران کار دی، کارداشيان د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې دا سمه ده چې ددې ډول ناروغ بايد تداوي وشي خو ترټولو اړینه دا ده چې ناروغ پخپله د تداوۍ نيت ولري، دې د وست په هکله وويل چې هغه ښه انسان دی څه چې کوي هغه یې د نیت سره سمون نلري.

خو کيم کارداشيان او کانيه وست ترمنځ اوس هرڅه پای ته رسېدلي ښکاري، دوی دواړو وکيلان نيولي دي چې د يو بل څخه طلاق واخلي او خپله شتمني په عادلانه ډول تقسيم کړي، وست تقريباً ۱,۲ ميليارده او کارداشيان ۹۰۰ ميليونه ډالره شتمني لري.

وست خپل وکیل ته ويلي دي چې د کارداشيان له کورنۍ څخه هېڅ ډول هيله نلري د هغه څخه یې خپل لاس مينځلي دي او نه غواړي د هغوی سره هېڅ ډول اړيکه ولري.

په امريکايي رسنيو کې دا ګنګوسې هم شته دي چې کارداشيان غواړي د وست څخه خپل طلاق ولمانځي، ويل کېږي دې د خپل خاوند څخه د طلاق وروسته د يوې پارټۍ تياري کړې ده، دا پارټي يا محفل به د یوه ټاپو په یوه کلي کې ترسره شي او تمه ده چې ددې لپاره کیم کارداشيان يو تفريحي کلی په کرايه کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More