The news is by your side.

ذاهدان کې د ملا برادر او پاکستان مخالف مشرانو ناسته!

خبریال وېبپاڼه – دایران په ذاهدان کې د قطر د سیاسي‌ دفتر مشر ملا برادر له ملا ګل اغا؛ صدرابراهیم؛ ملا نعیم او یو شمېر نورو پاکستان یاغي‌ طالب مشرانو سره کتلي ‌دي.

په کوټه کې طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ملا برادر ملا ګل اغاته بلنه ورکړې چې د پاستان اطاعت ته سر ټیټ کړي‌ او په روانه جګړه کې د نورو طالبانو ترڅنګ له پآکستان نه په افغانستان کې جهاد ته ادامه ورکړي.

له قطر څخه ایران ته تللي د طالب پلاوي یوه برخه وال په یوه تلیفوني پیغام کې خبریال وېبپاڼې ته تاید کړه چې دوی ځیني خوابدي طالب مشران لیدلي‌ او د هغوی د خوشحالولو هڅه یې کړې ده.

ملا ګل اغا چې په طالبانو کې ترنورو د پراخ نفوس او بېشمېره دولت خاوند بلل کېږي په قوم ساګزی او د کندهار د میوند ولسوالي‌اوسېدونکی دی.

ملا ګل اغا له پآکستان سره ستونزه لري‌او کابو پنځه کاله کېږي چې پاکستان ته یې تګ راتګ بند کړی او خپلې اړیکي یې له ایران سره جوړي کړې دي.

ښاغلي‌ ګل اغا د ملا برادر بر خلاف خپلو وسلوالو طالبانو ته پراخ امکانات ورکوي او تر ډېره بریده د طالبانو پّ جنګي لیکو کې پراخ نفوس لري.

نوموړی په پاکستان کې د مېشتو طالبانو سره د اړیکو پاللو لپاره ځانګړی استازی لري ‌چې ملا نعیم بړېڅی نومېږي‌ چې تر دې وړاندي یې د طالبانو تحریک ته مالي‌امکانات برابرول.

ملا ګل اغا د طالبانو د وژل شوي‌ مشر ملا منصور نېژدې ملګری وو او تر ډېره بریده یې هغه مهال له ایران سره د اړیکو مزي غځولي‌وو.‌

ایران ته له قطر نه د ملا برادر د ورتګ سره سم د ملا ګل اغا استازو له غزني‌ تر نیمروزه او بادغیسه طالب والیان په هلمند ولایت کې یوې غونډې ته را وبلل چې وروسته یې ځیني‌ د غزني‌او زابل ولایتونو طالب والیان د ملا محمد عمر اخوند دزوی ملا یعقوب له لوري ‌تهدید او پاکستان ته وغوښتل شول خو د هرات د والي‌ ملا رشید بلوڅ تر مشري‌لاندي‌ ګڼ طالب والیان او جنګي ‌قوماندانان د ایران ذاهدان ته ستانه شول. ‌

په مجبوري ‌د ایران پلوی او د پاکستان مخالف ملا ګل اغا تر دې وړاندي‌ هم طالب مشرانو ته ځواب ورکړی وو چې پاکستان ته نه ځي؛ خو دا ځل پاکستان پلوي ملا برادر له ملا ګل اغا نه په کله غوښتنه کړې او ویلي یې دي‌ چې دا غوښتنه د تحریک د مشر شیخ هیبت الله غوښتنه ده.

ملا ګل اغا ته نېژدې سرچېنو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې نوموړي و ملا برادر ته یوځل بیا هم ځواب ورکړی او ویلي‌ یې دي چې پاکستان د طالبانو دښمن دی او هڅه وکړئ چې له دښمن هیواد نه بهر تګ ته لار پیدا کړئ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance