The news is by your side.

پنتاګون د طالبانو د هيلو ماتونکی خبر بيا خپور کړ

خبريال ویبپاڼه: د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزرات يو ځل بيا طالبانو ته پخپل يو پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان کې ددوی موجودیت مشروط دی د شرايطو سره، په یوه اونۍ کې دا دوهم ځل دی چې د امريکا ددفاع وزارت په افغانستان کې خپل موجودیت د شرايطو او حالاتو سره تړي.

د امريکا ددفاع وزارت وياند جان کربي رسنيو ته وويل چې د دفاع وزير هېڅ نه ردوي او نه يې هم تاييدوي، د کربي اشاره د طالبانو سره د امريکا د توافق له مخې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو ته وه، ده وويل چې د امريکا ددفاع وزير په دې هکله د هو يا نه خبره نکوي، کربي زياته کړه چې دوی د افغانستان حالات څاري او هره پرېکړه به په افغانستان کې د موجود وضعيت سره په همغږۍ کېږي.

د طالبانو هيلې د ماتې په حال کې!

د امريکا ددفاع وزرات په یوه اونۍ کې په دوهم ځل د خپلو سرتېرو د فوري خروج ردوي او دا په افغانستان کې د موجودو حالاتو سره تړي، په افغانستان کې حالات ښه نه دي او هېڅ بنسټ بدون له طالبانو او پاکستان څخه د امريکايي ځواکونو د فوري وتلو طرفدار نه دی.

د امريکا سره د کړې توافقنامې په بنسټ بايد طالبانو د جګړې په شدت کې کموالی راوستی وی او په دې ډول یې د بين الافغاني خبرو لپاره د باور فضا جوړه کړې وی.

خو طالبانو نه يوازې چې د باور فضا یې رامنځته نکړه بلکې جګړې ته يې زور ورکړ، طالبانو په دې هم بسنه ونکړه، بلکې د خبرو مېز یې پرېښود او ولاړل د ايران او روسیې په دسترخوان کېناستل.

طالبانو دا فکر کاوه چې امريکايي ځواکونه په هر صورت وزي نو اړتيا نشته چې دوی له افغان حکومت سره په جکړه کې کم والی روالي، دوی ددې لپاره چې وېره خوره کړي او ځان لوړ وښايي خلک ځانته ژر تسلیم کړي جګړې ته نور هم زور ورکړ، خو په امریکا کې د حکومت د نوي کېدو سره اوس د طالبانو دا هيله نور په سيند د لاهو کېدو په حال کې ده.

سرتېري به وځي خو په مسوولانه ډول!

نه هم افغان او نه هم امریکايي وګړي او خلک يا هم حکومتونه نور ددې ليوال دي چې امريکايي ځواکونه دې په افغانستان کې پاتې شي، خو خبره داده چې په دا ډول وتل یې طالبانو ته لوی چانس په لاس ورکول دی کوم ډول چې ډونالډ ټرمپ غوښتل.

اوس چې د امريکا ددفاع وزارت په پرلپسې ډول وايي چې په افغانستان کې حالت ښه نه شي نو دوی خپل ځواکونه نه باسي، د طالبانو لاره ورکه شوې ده او د تهران او مسکو په لور یې سفرونه پيل کړي دي.

که څه هم په ښکاره طالبانو وويل چې تهران او مسکو ددوی له دريځ څخه ملاتړ کوي خو همدا تهران او مسکو په بله خوا کې ددوی پښې وي او دوی ته صرف دا جرت ورکوي چې جګړه زیاته کړي د افغانستان ملي شتمنۍ او بنسټیزې پروژې تخريب کړي خو کله چې وخت د قدرت راشي هم دا مسکو او تهران به طالبانو ته شاه کړي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.