The news is by your side.

ولي طالبان له امریکا سره سوله له فغانانو سره جنګ کوي؟

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو وياندویان تل پخپلو تلویزیوني مرکو، اعلاميو او کنفرانسونو کې دا خبره په بيا بيا کوي چې دوی په جګړه باور نلري او په دې فکر دي چې د افغانستان ستونزې بايد د خبرو له لارې حل شي.

د طالبانو په حیرانونکي ډول د يوې خوا دا ادعا کوي چې دوی په جګړه خبرو ته ترجيح ورکوي او غواړي د خبرو له لارې د افغانستان مسله حل خو د بلې خوا یې همدا اوس په دوحه کې د خبرو مېز پرېښی دی او جګړې ته يې زور ورکړی دی.

تازه د طالبانو د سياسي دفتر پخواني وياند د امريکا ددفاع وزرات په غبرګون کې ويلي دي چې جګړیز دريځ او ليد په افغانستان کې کار نکوي، ده پخپل غبرګون کې ويلي چې تېر شل کاله ددې شاهدي ورکوي چې د جګړې ليد په افغانستان کې کار نه ورکوي.

خو حيرانونکې ده چې همدې شاهين او ډلې یې په دوحه کې د خبرو مېز پرېښی دی او تهران ته تللي دی هلته ددې حکومت د لرې کولو له منځه وړلو خبرې کوي او ځمکني طالبان یې په افغانستان کې هره ورځ د خلکو وينې تويوي.

موخه به يې امريکا وي!

شاهين دا غبرګون وروسته له هم ښودلی چې نن او څو ورځې وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزرات دوه ځلې د افغانستان په هکله اعلاميه خپره کړه او په دې اعلاميه کې يې د افغانستان څخه د عسکرو اېستل په شرایطو پورې تړلي وبلل.

د پنتاګون له دې اعلامیې وروسته شاهين دا خبره کوي چې د جګړې ليد د افغانستان ستونزه نشي حل کولی.

طالبانو خو د افغانانو سره خبرې درولې دي، همدا اوس یې د جګړې میدان ګرم ساتلی دی، تر پخوا يې په هېواد کې د وېرې او وحشت خپرول زيات کړي دي نو ښکاري داسې چې د طالبانو دا خبرې او د جګړې له ليد څخه لرې کېدل صرف د امريکا لپاره دي او د افغانانو لپاره دوی تراوسه په همغه نظر دي.

خپلو ته بې سوره نورو ته په سور!

دا د افغانانو يوه ډېره لويه بدبختي ده چې هغه ډلې چې ددوی له خپل ملت او قوم څخه جوړې دي د نورو سره اساني کوي د خپلو سره سختي.

طالبان د امريکا سره د خبرو له لارې هرڅه حل کول غواړي خو د افغانانو سره بيا د جګړې له لارې مخکې ځي او زړه يې دی چې نورې وینې هم تويې کړي.

دا په افغانستان کې د یوې پام وړ برخې نفس تګلاره هم ده، مثال که اشرف غني يا بل افغان د قران په تلاوت کې کومه ظاهري سهوه وکړي چې غیرې قصدي وي نو یوه طبقه افغانان سمدستي همدا غني کافر او یهود اعلانوي خو که چېرته اردوغان خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې وايی چې دلته د الله اکبر چیغې مه وهئ نو بيا دا طبقه افغانان پدې هکله يا څه نه وايي.

دا طبقه د نورو په وړاندې اسانی کوي د نورو په وړاندې نېک نظر او ښه نيت نيسي خو د خپلو خلکو په وړاندې یو ډېر سخت دریځ نيسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.