The news is by your side.

ایا دفاع وزیر اسدالله خالد کرونا شوی؟

خبریال ویب پاڼهدافغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد له دوو اونیو راهیسې په امنیتيغونډو کې نه ښکاري؛ نوموړی د اپرېل پر مه۲۸ نېټه د ځانګړو ځواکونو د قل اردو له قطعاتو او جزوتامونو تر لیدلو وروسته له صحنې څخه بهر شوی دی .

د مۍ میاشتې په اکثره مهمو غونډو کې د دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیاع او لوی درستیز بسم الله وزیرياو خینينور چارواکيښکاري‌.

که څه هم تر اوسه لا هېڅ لوريد دفاع وزیر اسدالله خالد د کرونا د ټېسټ په تړاو څه نه ديویلي؛ خو ځینو سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویليديچې د دفاع وزیر قرنطین شوی دی .

د مۍ میاشتي پر دولسمه نېټه په ننګرهار او کابل کې د ترهګرو تر خونړیو بریدونو وروسته چې کومه امنیتي ځانګړې غونډه جوړه شوه هلته اسدالله خالد شتون نه درلود .

د مۍ میاشتي پر ۱۴ د کمانډو ځواکونو په امنیتي غونډه کې چې ولسمشر هم شتون درلود د وزارت لوی درستیز بسم الله وزیري ګډون کړی وو، خو اسدالله خالد نه وو.

د مۍ میاشتي پر ۱۵ نېټه چې کله اشرف غني د قولي اردو ګانو له رهبري سره خبري کولې هم اسدالله خالد شتون نه درلود .‌ 

تر هغه وروسته چې کله په ارګ کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د واک د وېش پرېکړه کېده هم د دفاع وزیر نه وو، خو سوال دادی چې هلته خو نورو وزیرانو هم شتون نه درلود نو بیا  وليددفاع وزارت شتون حتميوو؛ خو دا چې رشید دوستم ته د مارشاليرتبه ورکول کېده نو ددفاع وزیر شتون لازميګڼل کېده .

د افغانستان د دفاع وزارت له لوري دا رد شوې ده چې ګواکې د دفاع وزیر اسدالله خالد دي کرونا شوی وي ، خو د خبریال ویب پاڼې مشر میرویس افغان وايي چې ښايي اسدالله خالد کرونا شوی وي ؛ خو د هغه پر وجود او خبرو کې د کرونا ناروغيڅرک نه لیدل کیږي .

نوموړی زیاتوي چې ښايي ددفاع وزارت د اسدالله خالد د کرونا وایرس د تیسټونو پایلي له خلکو سره شریکي کړي .

اسدالله خالد دافغانستان یو له هغه دفاع وزیرانو نه دی چې د خپل وزارت پر مهال یې په تر بل هر وزیر ولایتونو ته زیات سفرونه کړي او تر ډېره بریده یې په افغانستان کې د پوځ جزو تامونه قويکړي دي.  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance