The news is by your side.

د تېر کال اپریل میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ملکي تلفاتو زیاتوالی موندلی

خبریال وېب پاڼه/ یوناما په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د اپرېل په میاشت کې ۲۰۸ ملکي وګړي وژلي، چې د تېر کال همدې میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې ویل شوي چې همدا شان په اپرېل میاشت کې افغان ځواکونو ۱۷۲ ملکیانو ته تلفات اړولي چې د تېر کال همدې میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

یوناما له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې خبرې دې پيل او جګړه دې ودروي.

روغتیایي کارکوونکي او بنسټونه له برید څخه باید ځانګړی خوندیتوب ولري.

هغه پېښې چې د روغتیا پالنې لپاره پر اړینو خلکو، ځایونو او اکمالاتو باندې اغېزه کوي کېدی شي جدي او پراخه پایلې ولري، په ځانګړې توګه د کووېډ ۱۹ ناورین په اوږدو کې. د روغتیایي تأسیساتو یا خوندي بلل کېدونکي پرسونل په ګډون، په ملکي وګړو او ملکي ځایونو قصدي بریدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل شي.

ملګري ملتونه په ټولو خواوو غږ کوي چې لفظي جنګ ودروي کوم چې له هغو افغانانو سره مرسته نه کوي چې د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل کېدو لپاره کار کوي.

په وروستیو اوونیو کې د ټولو اړخونو له خوا تور لګونکو بیانونو او د سختو لهجو کارولو منفي او مرسته نه کوونکی رول لوبولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.