The news is by your side.

امریکايي ځواکونه د جګړې بریالي کېدو لپاره نه دي جنګیدلي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحدا آیالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،  طالبان اوس هم د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه دوه لیدلوري لري.

د امریکا ولسمشر وايي چې افعانستان کې امریکايي ځواکونه هېڅکله د جګړې بریالي کېدو له پاره نه دي جنګېدلي یوازې د پولیسو رول یې ادا کړی دی.

ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې طالبان اوس هم د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه دوه لیدلوري لري ځکه په شتون سره یې پانګه او ډالر جوړوي.

په ورته وخت کې د ناټو عمومی سر منشي له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره په تلیفوني خبرو کې د سیاسي هوکړه لاسلیک کیدل د سولې او یووالي له پاره اړین ګام یاد کړی دی او ترهګرۍ سره پر مبارزې او افغانستان کې دایمي ثبات ټینګار کړی دی.

بل خوا د چین، روسیې، ایران او پاکستان استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د دې څلور واړو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر څخه ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې د افغانانو تر منځ پراخه خبرې کولای شي د افغانستان جګړې ته پای ورکړي.

د امنیتي ځواکونو یرغلیز حالت څخه د ولسمشر دفاع!

محمد اشرف غني وايي د هغه کسانو پر وړاندې چې زموږ بې ګناه ماشومان وژني چوپ پاتې کېدل ګناه ده.

محمد اشرف غني یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو له یرغلیز حالت څخه د دفاع په اړه وویل چې دا پرېکړه د کابل، پکتیا او ننګرهار وروستیو خونړیو بریدونو نه وروسته نیول شوې ده.

ده په هېواد کې روانه جګړه تحمیلي ښوولې او ویلي دي، چې د طالبانو له لوري د دې دوام له هېڅ اړخه د توجیه وړ نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.