The news is by your side.

د روغتیا نړیول سازمان ته د ټرمپ نوې ګوت څنډنه

خبریال وېب پاڼه/ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې د روغتیا نړیوال ته خبرداری ورکړی چې په خپلو چارو کې بنسټیز بدلون راولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا د روغتیا نړیوال سازمان رهبرۍ ته ګوت څنډنه کړې ده او خبرداری یې ورکړی چې په یوه میاشت کې باید په خپلو چارو بنسټیز اصلاحاتي بدلونونه راولي او که نه په خبره یې امریکا به خپلې مرستې ورباندې بندې کړي.

نوموړي همداراز ویلي که چېرته د روغتیا نړیوال سازمان د دوی ګواښ بابیز ونیسي او ورته پاملرنه و نه کړي، خپلې مرستې به ورباندې بندې کړي او له دغه سازمان سره به په خپل غړیتوب هم له سره غور وکړي.

ډونالډ ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه باندې د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ګبریسیوس ته څلور مخیز لیک خپور کړی دی او له نوموړي څخه یې په دغه سازمان کې د ژورو بدلونونو غوښتنه کړې ده. نوموړي موده مخکې هم په دغه سازمان باندې توندې نیوکې کړې وې چې ګواکې د کرونا وبا په هکله یې د کره او پر وخت معلوماتو په خپراوي کې ټګي کړې ده.

د امریکا ولسمشر د روغتیا نړیوال سازمان اداره تورنه کړې ده چې د ۲۰۱۹ کال په پای کې یې په ووهان ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو په هکله په وار وار معلومات خپرول پټ کړي دي.

امریکا د روغتیا نړیول سازمان تر ټولو لوی ملاتړی هېواد دی چې هر کال ورته شاوخوا ۴۵۰ ملیونه ډالره مرسته ورکوي. په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا تر سختو نیوکو او فشارونو لاندې دی چې د امریکایي چارواکو په وینا دغه سازمان د کرونا وبا په مهار او کنټرول کې په بشپړه توکه پاتې راغلی دی.

د متحده ایالاتو د روغیتا وزیر الکس ایزار هم وایي چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د معلوماتو په رسولو کې ناکام ؤ.

تېره میاشت د ټرمپ لخوا د روغتیا پر نړیوال سازمان د دغه هېواد مرستې وځنډول شوې چې د یو شمېر هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شو.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپلو څرګندونو کې د ټرمپ دغه تورونه رد کړي دي او زیاتوي چې کرونا ویروس یوه نوې پدیده وه چې دوی د وس تر کچې پر علمي سپارښتنو عمل کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.