The news is by your side.

د استرس او ذهني فشار د را قابو کولو اغېزمنې لارې

خبریال وېب پاڼه/ ژوند کول لوړه حوصله او مبارزه غواړي. ښایي ځینې وختونه وغواړئ ځان د کړکۍ څخه وغورځوئ یا دا چې بالښت ته پناه ور وړﺉ او د زړه درد مو ورسره شریک کړﺉ، داسې انګېرﺉ چې ټوله نړۍ مو پر وړاندې جګړې ته ولاړه ده، ممکن د فشار احساس وکړﺉ نو لازمه ده په دغه ډول حالاتو کې اندېښنو ته ځای ور نه کړﺉ او حالات مو لا پسې خراب نه کړﺉ. د معنوي ارواپوهنې په دې برخه کې به تاسو ته پر ذهني فشار د برلاسي کېدو لارې چارې در وښایو.

١- د خوراکې اړتیا

ښایي د کار له امله فشار مو په دې معنا وي چې غواړﺉ ځینې سپک خواړه چې په فرېزر یا یخچال کې درته انتظار باسي وخورﺉ. د خجالتۍ احساس مه کوﺉ. ځینې وختونه د وینې فشار هم د دې لامل کېدی شي څو شخص په استرس مبتلا شي چې د دغه ډول غذا په خوړلو سره کولای شئ استرس په ارامۍ را وپرځوﺉ. همدارنګه یوازې موږ نه یو چې په ورته حالاتو کې د فشار او اضطراب احساس کوو، د یادونې وړ ده چې د دغه ډول خوړو زیادښت هم له ځان سره بدې پایلې لرلی شي.

٢- د ذهني فشار پر وړاندې په لوړ غږ خندل

آیا د خندا پر مهال مو د استرس احساس کړی؟ ځینې کسان په دې عقیده دي چې د استرس یا ذهني فشار پر مهال نشي کولای په لوړ غږ وخاندي. نو څنګه کولای شو دغه عمل د استرس درمل وګرځوو؟

په لوړ غږ خندېدل په دې معنا دي چې یو څه اندازه هوا مو بدن ته داخلیږي، او په هره کچه چې هوا ډېره وي په هماغه کچه اکسیجن د بدن داخلي اعضاو لکه عضلاتو، غړو او… ته داخلیږي، دغه عملیه له موږ سره مرسته کوي څو په مغزو کې زیات شمېر اندزوفینونه آزاد کړي نو لازمه ده د دغې عملیې لپاره زمینه مساعده کړﺉ. دغه هورمونونه زموږ په وجود کې د خوښۍ څپې په ولولو راولي او همدارنګه د هورمونونو تر منځ تعادل برابر ساتي د دغه کار فقط څو ثانیې کولای شي تاسو ته د خوښیو مخه کړي.

٣- سپورټ کول د استرس راکمولو غوره لار

کولای شو سپورټ یا تمرین د ژوند د هر ډول ستونزمنو او کړکېچنو حالاتو درمل وبولو. په حقیقت کې تمرین کول د فشار د راکمولو غوره لار ده. خندا هم د تمرین کولو په څېر ده همدارنګه ورزش د زیات شمېر اندروفینونو د ازادېدو عملیه هم ګړندۍ کوي. او الوت ته مو لېوالتیا لا چټکه کوي، ورزش او تمرین کولای شي تاسې له هر هغه څه لېرې بوځي چې ستاسې د ذهني فشار لامل ګرځي. ځینې وختونه لنډ مهالی فکر یا یوګا هم تاسې ته د خوښیو لوری درکولی شي.

٤- د ذهني فشار لپاره مراقبت

موږ ټولو ښایي مراقبت له پامه غورځولی وي او دلیل یې هم ښایي د هغه له ګټو څخه بې خبري وي. مراقبت یا پاملرنه موږ ته دا اسانه کوي څو په اسانۍ ساه واخلو او په ورته وخت کې دغه منظمه ساه اخیستل له مونږ نه مغزي حساسیتونه هم لېرې کولای شي. ژوره ساه اخیستل له موږ سره مرسته کوي چې د زړه د ضربان کچه مو نزولي کړو، او د استرس له نښانو سره مبارزه وکړو. همدارنګه اذهان له هر هغه څه نه چې د استرس سبب ګرځي لېرې او کوچني کوي یې.

٥- له نړۍ سره پرېکون

ځینې وختونه خلک په ذهني فشار اخته کېږي، پرته له دې چې پر لامل یې وپوهېږي. کله بیا د رییس لخوا د یو غوسه ناک پیغام یا ایمیل تر لاسه کول هم ستاسې د استرس لامل ګرځي نو هڅه وکړﺉ له مبایله مو وقفه واخلئ او ځان د واقعي نړۍ له نعمتونو برخمن کړﺉ چې ستاسې د استرس د کموالي لامل کېږي. په دې مه اندېښمن کېږي، چې ګواکې دغه کار مو پر ژوند ناوړه اغېز پرېنباسي.

٦- له فشار سره د معاملې لپاره مناسب خوب

د مناسب او وړ خوب کول تاسو سره مرسته کوي هغه انرژي ترلاسه کړئ چې تاسو ورته د ورځې په اوږدو کې اړتیا لرئ همدارنګه د ورځني فشار سره په جنګېدو کې هم مرسته کولی شي. لنډ مهالی سوچ یا فکر کولی شي ستاسو بدن بیا تنظیم کړي، هېره دې نه وي چې بدن د خوب پر مهال د استرس ټول عوامل هم ویده کوي.

٧- تمه لرل مو د استرس د پرمخیون لامل ګرځي

توقعات یا تمه لرل پر استرس د مبتلا کېدو بل لوی دلیل کېدای شي، که چېرې له نورو تمه لرلو ته شا کړﺉ او خپله قدم پورته کړﺉ ښایي استرس ته مو نه ویلی وي او وړاندې له دې چې په ټول ژوند مو تسلط پیدا کړي، راپرځولی مو وي.

٨- د استرس د نزول لپاره بېړه مه کړﺉ

هغه کسان چې په خپلو ورځنیو چارو کې له بېړې کار اخلي د هغو کسانو په پرتله چې په سړه سینه خپلې چارې پر مخ بیایي په استرس د مبتلا کېدا ګواښ یې ډېر وي. ددې لپاره چې له استرس سره مقابله وکړﺉ ورځنۍ چارې مو په آرامه او حوصله زړه پای ته ورسوﺉ.

٩- شاوخوا چاپېریال ته پام کول

ځینې کسان د خپل شاوخوا چاپېریال پر وړاندې خورا حساس دي او ډېر کله د استرس سره مخ کېږي. په داسې حالاتو کې اړینه ده چې د استرس د نزول لپاره باید خپل چاپیریال ته دقیق و اوسئ. له ابي رنګ نه په ګټه اخیستنې سره د استرس پرمختګ ته نه ووایئ.

١٠- د پر نفوذه یا بریالیو خلکو سره خبرې اترې

هر څومره چې د بریالیو خلکو سره راشه درشه یا اړیکه ولرﺉ په هماغه کچه به د هغوی په څېر رفتار کوﺉ او همدغه اړیکه د استرس د کموالي سبب ګرځي. تاسې کولی شئ د دغه ډول کسانو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې له استرس سره وجنګېږﺉ، ډېره مهمه ده چې د استرس پر مهال له ناهیلو کسانو لېرې والی غوره کړﺉ.

١١- د هر کار لپاره منظم ورځنی مهالوېش

که چېرې خپل ژوند په یو منظم سېستم او قاعدې سره پر مخ بوځئ او د تفرېح او فارغو وختونو لپاره یو منظم ډېسېپلین ولرﺉ په ډېره کمه اندازه د دې شونتیا شته چې په استرس اخته شئ. له دوستانو سره راشه درشه او لیده کاته هم د استرس د نزول لامل بللی شو، ورځنی مهالوېش د وخت د ضایع کېدا مخنیوی کوي او په پایله کې د منظم ډېسېپلین په شتون کې به له استرسه خلاصون ومومئ.

١٢ – د وخت مدیریت د استرس دښمن

د وخت نه مدیریت کول په اشخاصو کې د استرس یا ذهني فشار لامل ګرځي. که چېرې له وخته اغېزمنه ګټه پورته نه کړئ او ورځنی مالوېش ونه لرﺉ، د دې شونتیا شته چې پر استرس اخته شئ. د استرس څخه د خلاصون لپاره له وخته اغېزمنه ګټه واخلئ او ورځنی مالوېش جوړ کړئ.

١٣ – په ډائري یا یادښتیزه کتابچه کې د احساساتو ثبتول

په ډائري یا یادښتیزه کتابچه کې د احساساتو ثبتول کولای شي ستاسې پر استرس د اخته کېدو ګواښ را کم کړي. هغوی چې د ورځنیو چارو یادښتیزه کتابچه لري ذهناً آرامه وي ځکه پر موږ ټولو ځینې وخوتونه داسې احساسات ځواکمنېږي چې نشو کولای نورو ته یې اظهار کړو، په ورته وخت کې د هغو لیکل کولای شي د استرس کچه را قابو کړي.

زموږ په وجود کې د استرس ژوندي پاتې کېدل یوه طبیعي پېښه ده، خو دا په دې معنا نه ده چې زموږ ټول ژوند دې کنټرول کړي. که چېرې د فشار احساس کوﺉ او غواړﺉ څو قدمه له هر څه سره پرېکون اعلان کړﺉ نو باید قدم پورته کړﺉ څو د آرامۍ او هوسایۍ احساس وکړﺉ او خوښۍ مو په وجود کې په څپو را شي.

ژباړه: نایله خان عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.