The news is by your side.

دفاع وزیر ! کندز کې طالبانو پراخ تلفات لیدلی

خبریال ویبپانهدافغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد چې پر کندز ولایت د طالبانو تر برید وروسته هلته تللی ؛وايي چې افغان امنیتي ساتونکي د هیواد او خاورې د ساتلو توان لري او په هیڅ صورت کې د ښمن نشي بریالی کېدلای .

نوموړی وايي چې تېره شپه افغان امنیتي ساتونکو په کندز کې طالبانو ته سخت غاښ ماتونکی ځواب ورکړی ، تر (۵۰) زیات یې وژلياو لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

ددفاع وزیر چې لا اوس هم په کندوز کې دی دافغان پوځ له جزوتامونو د لیدنې پر مهال پوځ ته ډاډ ورکړ چې ملت ورسره ولاړ او د یرغلګورو مخنیوی به کوو.

پر کندز ښار تېره شپه وسله والو طالبانو یرغل وکړ خو برید یې خونسا شو ، په دغه برید کې (۸) افغان امنیتي ساتونکيهم شهیدان شوي دي .

دافغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد خبریال ویب پاڼې ته وویل چې اوس په کندز کې حالت نور مال دی او هیڅ نوه ستونزه نه ده پېښه .

هغه واييچې د طالبانو د جګړې په ډګر کې پاتې شوي مړي به د ځايي سپین .ېرو او مشرانو په مټ د طالبانو کورنیو ته وسپاري .

اسدالله خالد یوځل بیاطالبان وننګول چې د پردو په غوښتنه هیواد ړنګوي او د هیواد د ړنګولو مخنیوی به یې افغان امنیتي ساتونکي کوي .

وسله والو طالبانو تېره شپه د کندز ولایت پر علي اباد ولسوالي، خان اباد ولسوالي پر لاره او  کندز ښار باندي د څلورو خوا وو برید وکړ.

د کندزد ځايي چارواکي وايي چې د برید په تړاو باندي حکومت ته لا له وړاندي معلومات وو ؛ ځکه یې طالبانو ته پراخ تلفات واړول .

طالبانو د تېري پانج شنبې په ورځ د پېښور په اکوړه خټک کې په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې به پر ملکياو نظامي تاسیساتو بریدونه کوي ، دوی هڅه کوي چې په هیواد کې دننه ځینو ولایتونو ته سقوت ورکړي ، خو افغان امنیتي چارواکي وايي چې اوس دا چاره ناشونې ده .

د یادولو وړده چې دافغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد په داسي حال کې کندوز ولایت ته د جګړو لیکو ته تللی چې ډاکترانو ورته د کرونا وایرس په تړاو پر کور د پاتېدو سپارښتنه کړې .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.