The news is by your side.

طالبان هڅه کوي خپل مشرتابه افغانستان ته انتقال کړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي امنیت سرپرست ضیا سراج وایي، طالبان د پاکستان په ملاتړ هڅه کوي چې د هېواد ځيني ولایتونه په خپل کنټرول کې راولي او خپل مشرتابه افغانستان ته را انتقال کړي.

ضیا سراج دا څرګندونې نن سې شنبې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې کړي دي.

هغه پر کندز د طالبانو د تېرې شپې بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې طالبانو د همدې موخې لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

سراج ټینګار وکړ چې طالبان سولې ته اراده نه لري او غواړي چې د ځواک له لارې واک ترلاسه کړي.

سراج د کابل او ننګرهار تېرو بریدونو کې د طالبانو لاس ښکېل وباله او زیاته یې کړه چې دغه ډله لاهم له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې لري.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم په همدې غونډه کې ویلي چې طالبانو د تېر کال د همدې مودې په پرتله خپل بریدونه زیات کړي دي او دا زیاتوالی تر پنځلسو سلنې رسیږي.

دفاع وزارت هم ویلي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د هېوادونو پر بېلابېلو برخو کې له ۶۳۰ زیات بریدونه کړي دي.

افغان لوی درستیز بسم الله وزیر، مسعود اندرابي او ضیا سراج نن ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره ور بلل شوي و.

دوی داسې حال کې ولسي جرګې ته ورغوښتل کیږي چې په تېرو څو اوونیو کې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې او طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.