The news is by your side.

ننګرهار کې ۲۵۳ ډوله مېوې حاصل ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار د کرنې ریاست وايي په دې ولایت کې ۲۵۳ ډوله مېوې حاصل ورکوي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې اووه ملي کلکسیونونه شتون لري، چې په کې د مېوو د ونو څېړنه کیږي او ۲۵۳ ډوله مېوې په کې حاصل ورکوي.

د غه څرګندونې د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي د ننګرهار د ولایت په مقام کې د ځمکني توتانو، زردالو او لوکاټو د نندارتون په پرانیست غونډه کې وکړې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ياد نندارتون څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې د دې ولایت ځمکه او آب و هوا د سبو او مېوو کرکېلي ته ښه مساعده ده او په یادو برخو کې ورځ تر بلې پلي شوې څېړنې ښه پایله ورکوي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه، په دې ولايت کې املوک، انار، زيتون، انځر، لوکاټ، خرما، الوچه، شفتالو، زردالو او نور ډول ډول مېوې کيږي، چې هر کال په ټنونو ميوې نورو ولايتونو ته ترې صادريږي.

هغه وویل، چې نن یې د ځمکني توت، زردالو او لوکاټو د نندارتون پرانیسته وکړه، چې بېلابېل ډولونه يې نندارې ته وړاندې شوي او له بزګرانو يې وغوښتل، چې په خپلو ځمکو کې د يادو مېوو نيالګي کينوي، ترڅو له حاصل څخه یې ګټه واخلي.

د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله ساپي وويل، ننګرهار ولايت د سړې، معتدلې او ګرمې آب هوا لرونکی ولایت دی، چې له نېکمرغه په کې لسګونه ډوله مېوې او سابه کرل کيږي.

ساپي وويل، چې د ننګرهار کرنې رياست له لوري د بڼوالۍ پراختيا مرکز په ۲۰۰۷ز کال کې جوړ شوی، چې په دغه مرکز کې ۷ ملي کليکسيونونه شتون لري، چې د ستروسو او مېوو کلکسيون ۶۵ ډوله، املوک ۲۴، انار ۷۹، زيتون ۱۵، انځر ۱۶، لوکاټ ۱۲، خرما ۶، الوچه ۱۲، شفتالو ۸، زردالو ۸، يو تنه انار ۳، زردالو بریدلاين۷ او انګور ۲ ډولونه تر څېړنې لاندې نيول شوي او ښې پايلې لري.

هغه زياته کړه، چې له دې مرکز څخه يې موخه د مېوو د ښو ډولونو پيدا کول او بزګرانو ته ور پيژندل دي، ترڅو بزګران هغه مېوه لرونکې ونې کينوي، چې په دې ولايت کې يې مثبته نتيجه ورکړي وي.

د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپي وويل، چې په ننني نندارتون کې د لوکاټو درې ډوله، شفتالو دوه، ځمکني توت يو او زردالو دوه ډوله نندارې ته اېښودلې دي او په وینا یې دا هغه ډولونه دي، چې په دې ولايت کې بزګرانو ته ور پيژندل شوي او باغونه يې جوړ شوي دي.

هغه وويل، چې هر کال په ياد مرکز کې ۷ زره ميټريک ټنه شفتالو او ۷ زره ميټريک ټنه لوکاټ توليږي او بازار ته وړاندې کيږي.

انعام الله ساپی وايي، چې د دې ولايت په اته زره جريبه ځمکه کې بڼونه جوړ شوي او هڅه کوي، چې د څېړنو او ترويج په موخه دولتي بڼونه جوړ کړي.

د ننګرهار د کرنې رییس د ځمکني توتانو په اړه وایي، چې ډېر ژر به دې مېوې ته په ننګرهار ولایت کې وده ورکړل شي، ترڅو سوداګریزه بڼه غوره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.