The news is by your side.

د هېواد صادراتو زیاتوالي ته هیله مندي

خبریال وېب پاڼه/ د څلور دېرش ولایتونو سوداګرو او صداراتو کارکوونکو د هېواد صادراتو د زیاتوالی لپاره انلاین ناسته ترسره کړه.

د پانګونې او سوداګرۍ خونه وايي د ٣٤ ولایتونو سوداګرو په دې ناسته کې د صادراتو ستونزو د حل لارې پيدا کولو په اړه خبرې وکړې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې به دې ناسته کې د صادرونکو ستونزې وڅېړل شوې او د هېواد صادراتو د زیاتوالي د حل لپاره یې ځینې لارې اوسني حکومت ته وړاندیز کړې.

صادروونکي بیا د هېواد په ګمرکونو کې د اسانتیاوو نه شتون ګډې ستونزې ګڼي.

د هېواد څلور دېرش ولایتونو څخه نږدې سل تنو صادرونکو او سوداګرو د صادراتو زیاتوالي لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

د غالۍ برخې څخه نیولې تر مېوو او کانونو پورې. د دغه ناستې څخه موخه، د صادراتو زیاتوالي لپاره د حل لارې موندل وو.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې وایي چې د چابهار بندر او شمالي پولو کې، د هېواد سوداګریز توکي په فزیکي توګه څېړل کیږي او دغه لاره یې د هېواد صادراتو لپاره ستونزمنه کړې ده.

سوداګر د خپلو توکو د لېږد لپاره، د چابهار بندر کې زیاته اندازه لګښت ورکوي.

صادرونکي له حکومته غواړي چې د صادراتو زیاتوالي لپاره، ګاونډیو هېوادونو سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

سوداګر ټینګار لري چې د تورخم، سپین بولدک او غلام خان پولو کې تل د هېواد صادراتو پر وړاندې ستونزې رامنځته کیږي.

اوس دغه پولې د هېواد صادراتو پر مخ تړلي دي.

د سوداګرۍ خونه وایي حکومت ژمنه کړې څو د صادرونکو ستونزې حل کړي.

افغانستان هر کال بهرنیو هېوادونو ته څه باندې اته میلیارده ډالر توکې صادروي او په نوې مورد کې د وګړو د سر شمېرنې او معلوماتو ادارې شمېرې ښیي، چې د هېواد د صادراتو کچه له یو میلیارد ډالرو څخه کمه ده.

غالۍ، میوې او طبي نباتات د هېواد صادراتي توکو عمده موارد شمېرل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.