The news is by your side.

د ننګرهار زیتونو فابریکه به سږ کال ۱۸ سوه ټنه زیتون پروسس کړي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار کانال اړوند د زیتونو فابریکه به سږ کال ۱۸ سوه ټنه زیتون پروسس کړي.

د ننګرهار کانال اړوند زیتونو فابریکې د زیتونو تېلو او اچارو په تولیداتو کې د تېر کال په پرتله سږ کال درې برابره زیاتوالی راځي چې د پروسس کچه به یې د شپږ سوه ټنو څخه اتلس سوه ټنو ته لوړه شي.

د زیتونو فابریکه په ۱۳۶۳ کال کې د اته زره ټنه زیتونو د پروسس په ظرفیت جوړه شوې وه، چې اوس مهال په کې ۱۹ تنه کار کوونکي کار کوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو له سوچه او خالص تېلو څخه هره ورځ د ۲۵۰ ملي لیتره په ظرفیت د زر بوتلو د ډکولو پروسه پیل کړی چې په شپږو ورځو کې شپږ زره بوتلې ډکې شوې دي.

د یو بل خبر له مخې د کانال اړوند ۹۵۰ فوټه وچ ناجو لرګي د څلورم فارم څخه د نجارۍ فابریکې د چارو د غښتلتیا په موخه انتقال شول، همدا راز د ماهیانو د روزنې د لس حوضونو د جوړولو چارې په چټکۍ جریان لري.

په ورته وخت کې یاد ولایت کې د ځمکني توت حاصل او تقاضا زیاته شوې ده.

په ننګرهار ولايت کې د ځمکني توت حاصل او تقاضا زياته شوې او مسؤولين وايي، چې په راتلونکو فصلونو کې به دغه کښت ته وده ورکړل شي، چې حاصل به يې د ننګرهار سربېره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي.

ننګرهار کې بزګران وايي، چې سږکال د ځمکني توتانو حاصلات د تېرو کالونو پرتله څو برابره زیات شوي دي؛ خو غوښتنه کوي، چې حکومت دې د بازار موندلو ترڅنک د ځمکني توت د ساتلو لپاره سړې خونې ورته جوړې کړي.

بزګران همدا راز له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د ځمکني توتانو د کرکېلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو، بسته بندۍ او پلور په موخه ورته زمينې برابرې کړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپی وايي، چې له څو کالونو راهيسې په دې ولايت کې په ازمايښتي ډول د ځمکني توتانو کرنه پيل شوې، چې ښه پايله لري.

نوموړی وايي، چې د ننګرهار اقليم ځمکنيو توتانو لپاره ښه مساعده ده؛ له همدې امله يې بزګران له حاصل او مارکیټ څخه خوښ دي.

د کرنې رئیس وايي، چې په دې ولايت کې اوس مهال شپاړلس جريبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي، چې په راتلونکې کې له ازمایښتي پړاو څخه د سوداګرۍ سټېج ته ځو او دا ولايت به د ځمکني توتانو صادرونکي په توګه موقف غوره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.