The news is by your side.

د خلیلزاد د سفر موخه د بین الافغاني خبرو مهال وېش دی

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی قطر او افغانستان ته سفر کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، خلیلزاد به لومړی په دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر پلې کېدو، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر کمېدو او بین الافغاني خبرو پیلېدو او پر مهالویش په اړه پر اړینو اقداماتو خبرې وکړي.

ترڅو پورې وکولای شي طالبان مرکچې پلاوي سره خبرې وکړي، افغانستان کې د اوربند په اړه ورسره لیده کاته وکړي او له هغه وروسته کابل ته راستنیږي د افغانستان حکومت سره د خبرو مهال وېش په اړه خبرې کوي.

اعلامیه وایي، چې نوموړی به تر هغه وروسته په کابل کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره هم وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد به کابل ته د سفر پر مهال د ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په اړه د افغان حکومت اقدامات هم له نژدې وڅاري.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د بین الافغاني مذاکراتو د نېټې د ټاکلو پر سر بحثونه روان دي او ژر تر ژر به د بین الافغاني خبرو لپاره نېټه وټاکي.

نوموړي له افغان حکومت او طالبانو غوښتي و، چې د زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ ته ګړندیتوب ورکړي، تر څو بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي. خو په ورته مهال د طالبانو له لوري جګړو او بریدونو زور اخیستی او په څنګ کې یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم د طالبانو پر وړاندې له دفاعي حالته تعرضي حالت ته د وتلو امر شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance