The news is by your side.

نړۍ کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ کرونا په ډیری هېوادونو کې اوس هم لوی ګواښ ګڼل کیږي او لا يې هم خلک وار خطا کړي، دا ناروغي په نړیواله کچه کنټرول سوې نه ده او د خپل ویروس په نوې بڼه يې ګواښونه نور هم زیات کړي دي نړیوال روغیا پالان لاهم له خلکو د پاملرنې غوښتنه کوي.

تراوس پوري د کرونا ناروغي  له امله ۱۰۴ میلیونه ۹ لکه ۱۱زره ۱۱۳ کسان مبتلا سوي چې له جملې څخه يې ۷۶ میلیونه ۶لکه ۳۵ زره ۶۸ کسان بیرته روغ سوي او ۲میلیونه ۲لکه ۷۸ زره ۵۷۶ کسان ترې مړه سوي چې لاهم د مړینې او مبتلایانو دا شمېره ښايي چې هره شېبه لوړه سي.

په سیمه کې یو شمېر هېوادونه کوښښ کوي ترڅو د دې ناروغي د کنټرول او معالجې لپاره څه جوړ کړي خو د ډيرو هڅو سره سره بیاهم نه دي توانیدلي تراوسه پوري هیڅ یوه هېواد مکمل واکسین او درمل نه دي پیدا کړې چې د کرونا د مخنیوي لپاره پرې مبارزه وکړي.

کویډ ۱۹ ناروغي چې په ۲۰۱۹ کال کې رامنځ ته د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې يې نړیوالو هېوادونو ته سارایت وکړ، په لومړي ځل د چین د ووهان ښار کې رامنځ ته سوه، دا ناروغي د دریو میاشتو په دننه کې په یوه نړیواله وبا بدله سوه روغتیا پالان اوس هم انسانانو ته د پوره احتیاط کولو توسیه کوي.

کوم هېوادونه يې زیات ځپلې دي؟

د نړۍ په کچه ۲۰ هېوادونه هغه هېوادونه دي چې په کرونا باندې تر یوه میلیونه زیات انسانان پرې اخته سوي د دې هېوادونو په سرکې امریکا دویم هند او دریم مقام کې برازیل هېوادونه دي.

امریکا

امریکا هغه هېواد دی چې د نړۍ په کچه پکښي د کرونا مبتلایان او قربانیان زیات دي په دې هېواد کې د کرونا وروستۍ شمېر ښيې چې دې هېوادکې تراوسه کرونا ناروغي تر ۲۷ میلیونه زیات کسان نیولي چې له جملې څخه یې تراوسه ۴لکه ۶۲ زره کسان وژلي دي او لاهم کیدلای سي چې هره شېبه دغه شمېره نوره هم لوړه سي.

هند

هند د نړۍ په کچه دویم هېواد دی چې کرونا پکښي تراوسه نژدې ۱۱میلیونه کسان نیولي چې له جملې څخه یې ۱ لک ۵۴ زره څخه زیات کسان وژلي دي.

برازیل

برازیل بیا د دې لیست په دریم مقام کې ځای لري چې تراوسه کرونا ناروغي پکښي تر ۹ میلیونه زیات کسان نیولي او تر ۲ لکه ۲۷ زره زیات یې وژلي دي دا هېوادونه ټول کوښښ کوي ترڅو کرونا کنټرول کړي خو لاهم نه دي توانیدلي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.