The news is by your side.

که بخيلي کوئ ددې ۵ تاوانونو سره بل تل مخ یاست

خبريال وېبپاڼه: بخيلي يو ډېر ناځوانه حس دی، کېدی شي تر دې بل ناځوانه حس شتون ونلري، بخيل کس دا نکوي چې د ځان لپاره يو څه غواړي د بل لپاره یې هم غواړي، دی یې د ځان لپاره غواړي د نورو لپاره نه، ددې په ځاي دا کولی شي چې د نورو غوندې ښه کور، ښه مېرمن، ښه ژوند، ښه موټر د ځان لپاره هم‌ وغواړي، دا د هر انسان طبعي ارزو ده، د چا ښه ژوند ښه کور ښه شخصیت ښه مېرمن ښه موټر نه خوښېږي، خو د بخيل توپير دادی چې دی یې د نورو سره شتون عبث بولي او داسې غواړي چې د نورو خلکو سره هېڅ هم نه وی دا ټول ښه شيان صرف دده سره وی.

د بخيلی زيانونه هم لکه پخپله بخيلي ناځوانه دي

د بخيلۍ یو لوی زيان دادی چې د‌ یو کس وخت ضائع کوي، د بخيل ذهن ټوله ورځ په دې مشغول وي چې د پلاني دا شی شته زما نشته، پلاني دا شی له کومه کړل، هغه خو ددې لايق نه و، مطلب ټوله ورځ يې ذهن د نورو په شتمنيو، استعدادونو کې په چورت وهلو تېر شي، دی خپل وخت ضائع کوي فرصتونه له لاسه ورکوي او اخر هم همداسې خوار پاتې کیږي.

د بخيلۍ بل زيان هم منفي انرژي ده، دا چې بخيل ټوله ورځ د نورو ښه ژوند څاري نو له دې څخه سخت په عذاب کېږي او همدا یې په سينه کې يو منفي انرژي او هوا پیدا کوي، دا منفي ګرايی دی د هرشي په هکله شکمن کوي او د واقعيت په نړۍ کې ورڅخه د نوښت او کار توان اخلي.

بخيلي په دې بسنه نکوي بلکې ددې سبب هم کېږي چې ستاسې د زده کړې مانع شي، بخيل سړی تل یو بخل لري يو بعض لري يو ددښمنۍ حس پالي نشي کولی د ما څخه په خلاص زړه پوښتنه وکړي نشي کولی د نورو څخه یې زده کړي، دی همداسې جاهل پاتې کېږي او دا فرصت ځانته نه ورکوي چې په کومو کسانو ده بخيلي کړې ده د هغوی څخه څه زده کړي.

اول او اخر بخيل سړی د خلکو له لوري پېژندل کېژي، په دې ټولنه کې خلک د ډېر بد خوی لرونکي څخه هم زیات نفرت د بخيل سړی څخه کوي، نو که یو کس بخيل وي بل زيان يې دادی چې شاوخوا یې کوچنۍ وي او هېڅ ډول دايمي دوستان نشي موندلی.

بخيل سړی په خپل ځان باور نشي انشا کولی، هغه چې د نورو بريا وينې او خپل ځان ډېر ټيټ ويني هره ورځ ځان خوري او بلاخره يوه ورځ په ځان باور له لاسه ورکوي او د يوې بشپړې ناکامۍ سره مخ کېږي، هغه کسان چې په ځان باور نلري د بريا سره ډېره زياته فاصله لري.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance