The news is by your side.

د سهيل شاهين څخه د يوه امريکايي سخته پوښتنه

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د طالبانو د سياسي دفتر پخواني وياند سهيل شاهين په خپل ټویټر کې وليکل چې په افغانستان کې جګړه د حل لاره نه ده، تېر شل کلونه دا ښيي چې په جکړه د افغانستان مسله نه حل کېږي.

د شاهين غبرګون د پنتاګون وروستي دريځ ته و، تېره ورځ د امريکا ددفاع وزارت يا پنتاګون په يوه اعلاميه کې وويل چې په افغانستان کې یې پوځيانو په شرايطو پورې تړاو لري او که حالت خرابېږي جګړه زياتېږي، طالبان پخپله وعده عمل نکوي او د جګړې شدت نه کموي نو ددوی لپاره به هم ګرانه وي چې د افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

له دې اعلامیې وروسته شاهين وویل چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه حل کېږي، شاهين ته ډېرو خلکو په ټویټر کې غبرګون ښودلی و خو يوه امريکايي ورڅخه دقیقې پوښتنې کړې وې او شاهين یې ننګولی و.

د امريکايي پوښتنې!

د سهيل دې ټویټ ته چې ګواکي جګړه د حل لاره نه ده یوه امریکايي وګړي هم غبرګون ښودلی دی، دې امريکايي سهيل شاهين مخاطب کړی او ورڅخه پوښتلي دي چې که تاسې په جګړه باور نلری او خبرې درته د حل لار ښکاري نو ولې همدا اوس جګړې د جګړې شدت زیات شوی دی، ولې همدا اوس تاسې د افغان حکومت له ټیم سره خبرې پرېښې دي.

دغه امريکايي طالب وياند ننګولی دی چې هم د خبرو ادعا کوي هم ځان خلکو ته د خبرو خلک ښايي او په عملي میدان کې يې بيا جګړې ته زور ورکړی دی.

افغانان هم همدا نیوکه لري!

ددې امریکايي پوښتنې ته ورته ډېری افغانان هم د طالبانو څخه همدا پوښتنه لري، چې ريښتيا تاسې د افغانستان ستونزه د سولې د خبرو له لارې حل کول غواړی بيا ولې د خبرو ددوام لپاره داسې شرطونه وړاندې کوي چې په هغو بايد په خبرو کې بحث وشي خو تاسې تراوسه د یوه اصلي موضوع هم بحث نه دی پيل کړی او سمدستي دا ډول غوښتنې مطرح کوی‌.

طالبان د يوې خوا وايی چې جګړې ته مجبور شوي دي جګړه ورباندې تپل شوې ده دوی د افغانستان مسله د خبرو له لارې حل کول غواړي خو د بلې خوا بيا د خبرو مېز پرېږدي او د افغانستان په دښمنو هېوادونو کې غوندې کوي د هغه ځای څخه د حکومت د لرې کولو خبرې کوي.

افغانان بيدار دي!

افغانان اوس دومره منطق دومره استدلال او درک لري چې يو کس ورته په خوله ګل بادوي خو په عمل کې يې ژوند ورڅخه اخلي.

دومره فکري قوت اوس په خلکو کې شته دی چې په دې باندې پوه شئ چې طالبان په خوله د سولې د آرامۍ د اسلامیت خبرې کوي خو په عمل کې په يو او بل نوم د خلکو سره هغه کارونه کوي چې غیرې مسلمان هم نه دي ورسره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.