The news is by your side.

زبردست برید کې پاکستاني پوځیان هلاک شول

خبريال ويبپاڼه/ د کرښي هغي غاړي شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو د يوه بريد په ترڅ کې دوه پاکستاني پوځيان هلاک او ګڼ نور سخت ټپيان شوي دي.

دا خبر تير ماښام ناوخته د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو ادارې ورکړ او په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې دا بريد هغه وخت تر سره شو چې پاکستاني پوځيانو غوښتل د پټو معلوماتو په اساس د تره ګرو په يوه پټن ځای علميات تر سره کړي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې د ځوابي بريد په ترڅ کې څلور تره ګره وژل شوي او د دووو پاکستاني پوځيانو د هلاکيدو په ګډون ګڼ نور سخت ژوبل شوي دي.د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر آی ایس پی آر په وینا ، په دې بريد کې یو 42 کلن مرستیال صوبدار ، امین الله او یو 24 کلن عسکر ، شیر زمین هلاک شوي دي.
نصیب الله د چترال اوسيدونکی دی او شیرزامین د لینډی کوتل دی.

پاکستاني پوځ د وژل شوي کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی ، خو ویلي یې دي چې دوی په تښتونو ، چاقو وهلو ، په امنیتي ځواکونو بریدونه او بمي چاودنو کې لاس درلود.

د جنوري په 24 ، د پاکستان پوځ وویل چې د پټ استخباراتو پراساس یې دوه پټ عملیات ترسره کړي او ادعا یې کړې چې د دوه قوماندانانو په ګډون یې پنځه ترهګر وژلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د تره ګرو په پلمه د پښتنو د ځپلو په موخه علميات تر سره کوي بلکي له څو کالونو راهسي په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د پښتنو په کورنو او سيمو علميات تر سره کوي.

د سيمې اوسيدونکو خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې په دې ورستو کې د پاکستان پوځ سخت ظلمونه شروع کړي دي.
يوازي پښتانه نه دي چې د پاکستاني پوځ تر سخت جبر لاندي دي بلکي د کزښي هغي بلوڅانو يې هم سخت ظلمونه کړي او څو څو ځله يې د هره ګرو په پلمه د هغوی په کورنو علميات تر سره کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.