The news is by your side.

رویا رحماني‌ له فساد سره سره شخصیت وژنه کوي

خبريال ویبپاڼه: د امريکا په متحده ايالاتو کې د افغانستان سفارت د رسنيو له خولې څخه نه لوېږي، يوه ستونزه خلاصه نه وي تازه د خلکو په ذهنونو کې وي چې له دې سفارت څخه د فساد بل خبر ورکړل شي.

تازه په دې سفارت کې بيا د سفيرې رحماني او ډيپلوماتانو ترمنځ ستونزه پيدا شوې ده او یوه با تجربه افغان ډیپلوماټ د خپلې دندې څخه استعفا کړې ده، ويل کېږي چې رويا رحماني په سفارت کې شخصیت وژنه کوي او د خپل لوري ترسره شوي فسادونه غواړي د بل کوم ډیپلوماټ په کاته کې واچوي.

جاهد بنوري چې د ۲۰۰۷ م کال را په دې خوا په افغان سفارت کې کار کوي وايي چې د رويا د سيسو له وېرې یې خپله دنده پرېښې ده او استعفا یې ورکړې ده.

پراخ فساد یې کړی!

جاهد بنوري ويلي چې افغان سفيرې رويا رحماني په امریکا کې ډېر لوی فسادونه ترسره کړي دي د ملت له خزانې یې د ځان په نفع ډېره نوره استفاده کړې ده او اوس غواړي ددې ټول فساد تاوان په کوم ډیپلوماټ ادا کړي او ځان له دې قضيې څخه خلاص کړي.

بنوري زياتوي چې رويا رحماني په حقيقت کې هېڅ ډول تجربه نلري د سفارت په چارو نه پوهېږي، ډیپلوماټان يې د زړه په وينو زغمي او له دې څخه ټول سخت تنګ راغلي دي.

بنوری زياتوي چې وېره ورسره وه هسې نه رويا رحماني دی هم پخپلو فسادونو کې ورښکېل کړي او يا لاس په ده باندې پاک کړي له همدې کبله یې خپله استعفا کړې ده‌.

خپله هم مشکوک دی!

که څه هم جاهد بنوري ادعا کوي چې د افغانستان لپاره یې په پوره صداقت کار ترسره کړی دی خو داسې ګنګوسې هم شته دي چې ګواکي پخپله بنوري د رويا رحماني سره په فساد کې شريک و اوس غواړي د ځان خلاصولو لپاره لومړی دنده پرېږدي او ورپسې په امريکا کې پناه واخلي.

ددې شک او ګنګوسې په هکله خپله بنوري څه نه دي ويلي چې خو پخپله يې د بهرنیو چارو وزارت ته پخپل تګ باندې وېره څرګنده کړې.

د رويا رحماني د فساد سریال!

له بده مرغه په امريکا کې د افغان سفيرې د فساد خبرونو نور رسنۍ ډکې دي او ان سړی کولي شي په دې ځانته یو اوږد سريال جوړ کړي.

تر دې وړاندې په رویا رحماني باندې تور و چې هغه د افغانستان د سفارت د دېوال جوړلو په بهانه ۱.۵ ميليونه ډالر فساد کړی دی، د افغانستان سترې محکمې هغه محکمې ته وغوښته، په ولسي جرګه کې وکيلانو وغوښتل چې راشي او حساب ورکړي خو رويا رحماني په دې هرڅه غوږ ونه ګراوه.

د ولسي جرګې وکیلان او چارو شننونکي د بهرنيو چارو وزارت ګرم بولي او وايي چې ددومره لوی فسادونو سره په یوه صف کې موندل شوی رويا رحماني ولې تراوسه په افغانستان کې د امریکا د سفيرې په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي او ولې نه ده محکمه شوې.

د بهرنیو چارو وزارت بيا په دې هکله څه نه وايي، پوهان وايي چې رويا رحماني پخپله د بهرنیو د وزرات د مقام لپاره لابي کوي ځکه خو یې په وړاندې د بهرنیو چارو وزارت هم غلی دی.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.