The news is by your side.

جنرال جوزف ډنفورډ؛ د افغانستان ماتېدونکی حکومت!

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې د امريکا نوي حکومت د افغانستان د مطالعې له ډلې څخه وغوښتل چې د افغانستان د وضعيت ارزونه او په هکله وړانديزونه ورته وکړي، تازه دغه ډلې خپل نظر او وړانديزونه بيا کړي دي.

ددې پلاوي ريس جنرال جوزف ډنفورډ د خپلې ارزونې وروسته ويلي دي چې اوس مهال افغانان او افغانستان د يو ماتېدونکي دولت څښتن دي، د ډنفورډ په خبره چې واقعيت ته په کتو سره په فوري ډول د ځواکونو رااېستل به دا هېواد سره وپاشي او د يوې کورنۍ جګړې په لور به یې بوزي.

جنرال جوزف ډنفورډ زياتوي چې په اوس وخت کې د افغانستان څخه د خپلو ځوانانو چټک را ایستل به ددې سبب شي چې په افغانستان کې موجود نظم له منځه ولاړ شي، ډنفورډ وړاندې اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې نظم له منځه تلل به په ټوله سيمه کې ناوړه پايلې ولري او په ټوله کې به د امریکا د متحده ايالاتو په وړاندې ګواښونه زيات کړي.

د سولې خبرو ته بايد وخت ورکړل شی!

جنرال جوزف ډنفورډ وړاندې پخپل بيان کې زياتوي چې په افغان کې د سولې خبرو په اصل کې اوس د جګړې د ختمولو لپاره يو ښه چانس رامنځته کړی دی.

جنرال جوزف ډنفورډ ددې ملاتړ کړی دی چې د افغانستان د سولې خبرو ته وخت ورکړل شي او ددې خبرو له لارې په دې هېواد کې نظم رامنځته شي، دی وايي؛ پکار ده چې تر هغه د سولې خبرو ته وخت ورکړل شي ترڅو چې ددې خبرو يوه داسې پايله راووزي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

ډنفورډ په دې عقيده دی چې د سولې خبرې يو ښه فرصت دی او بايد ورڅخه اعظمي استفاده وشي ترڅو ددې خبرو له لارې سوله راشي.

د ځواکونو د ځنډولو لپاره هڅې!

جنرال جوزف ډنفورډ ددې لپاره چې د سولې خبرو ته وخت ورکړل شي د ځینې ډيپلوماتيکو هڅو غوښتنه کوي، دی وايي؛ د مې تر مياشتې پورې د امريکايي ځواکونو د وتلو د ضرب الاجل د ځنډولو لپاره دې ډيپلوماټيکې هڅې وشي.

ډنفورډ د ډيپلوماتيکو هڅو غوښتنه کوي، ځکه که تر مې میاشتې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ونه ځي نو طالبانو ګواښ کړی دی چې دوی به په بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه له سره پيل کړي.

شننوکي د افغانستان اوسني حالت او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو مړاوي کېدو ته په کتو وايی چې تر هغه پورې چې دا خبرې بريالۍ شي د امريکايي ځواکونو پاتې کېدل يو ښه انتخاب دی.

شننوکي په اوس وخت کې د امريکا د نوی حکومت پرېکړې ته په ښه نظر ګوري او وايي چې په فوري ډول امريکايي ځواکونو وتل ددې سبب کېږي چې طالبان د خبرو پرته د نورو لارو څخه د قدرت ته رسېدو هڅه وکړي.

تراوسه په رسمي ډول د امريکا ددفاع وزرات يا هم د حکومت رهبرۍ د جنرال ډنفورډ دې وړانديز ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له وړاندې د امريکا ددفاع وزارت ويلي چې د افغانستان د حالاتو مطابق به د پوځیانو د وتلو پرېکړه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.