The news is by your side.

د امریکا يي جنرال خبرو ته د طالبانو ټکنی غبرګون!

خبريال وېبپاڼه: نن د افغانستان د مطالعې ټیم د خپلې ارزونې پايلې اعلان کړې، ددې پايلو په بنسټ دا ډله په دې عقيده ده چې امريکايي ځواکونه بايد د افغانستان څخه د طالبانو سره د شوي تړون د تاريخ په بنسټ بهر نشي.

د يادې ډلې مشر جنرال جوزف ډنفورډ وړانديز کړی دی چې له افغانستان څخه دې د امريکايي ځواکونو فوري خروج وځنډول شي او په دې هکله دې ډيپلوماتيکې هڅې وشي.

د طالبانو فوري غبرګون!‌

وروسته له هغه چې جنرال ډنفورډ دغه وړانديز اعلان کړ د وسله طالبانو له لوري د ورځې لیکنه په عنوان يوه ليکنه خپره شوه چې دا لیکنه د طالبانو رسمي دريځ بيانوي، په دې ليکنه کې د ځواکونو د خروج د نېټې ځنډول نامعقول اعلان شوي دي او دا د يوې لویې جګړې لپاره کافي سبب اعلان شوی دی.

طالبانو پخپله دې ليکنه کې ليکلي چې د که د افغانستان څخه امريکايي ځواکونه په وخت ونه وځي نو دا به د يوې لویې جګړې سبب شي چې دا ډول جکړه نه د امريکا په ګټه ده او نه هم د افغان ملت.

طالبانو د افغانستان د مسلې حل لاره صرف د دوحې د اوسني توافق پوره عملي کول بللي دي او زياته کړې يې ده چې د امريکا سره ددوی توافق د ډېرو مشورو، خبرو، مجلسو، هڅو وروسته شوی دی او پوره به عملي کېږي.

ماتې خوړلی ډنفورډ!

طالبانو په خپل غبرګون کې د افغانستان د مطالعې په ډله کې د جنرال ډنفورډ شتون هم معقول نه دی بللی او هغه ته يې په افغانستان کې د يو ماته خوړلي جنرال خطاب کړی دی.

طالبانو ويلي چې جنرال ډنفورډ غوندې خلک چې په افغانستان کې یې ماموريت کړی وی او بيا یې دلته ماته خوړلې وي د افغانستان د حالاتو په هکله معقوله ارزونه نشي کولي او د خپلې ماتې د تلافي هڅه کوي.

طالبانو د ډنفورډ پرېکړه احساساتي بللې ده او افغانستان څخه يې د هغه برادشت ناسم بللي دی، د طالبانو په خبره ددوحې د توافقنامې په وخت نه عملي کول به افغانستان بېرته جګړیز حالت ته يوسي.

د افغان حکومت ښه راغلاست!

که څه هم طالبانو د جنرال ډنفورډ خبرې په یو ډول وغندلې او د افغانستان څخه يې د امريکايي ځواکونو وتل د دوحې د توافقنامې په مطابق وغوښتل خو د افغان حکومت چارواکو بیا دې پرېکړې ته ښه راغلاست وويل او دا پرېکړه یې معقوله او د حکمت ډله وبلله.

د حکومت ترڅنګ ځینې شننوکي هم دا پرېکړه سمه بولي، شننوکي وايي که طالبانو په افغانستان کې جګړه کمه کړې وی او بين الافغاني خبرې نور يوې روغې پايلې ته نېږدې وی نو بيا د امريکايي ځواکونو په هغه وخت چې د طالبانو سره ورباندې توافق شوی و کوم باک نه درلود خو په داسې حال کې چې طالبانو د خبرو مېز پرېښی په تهران او مسکو کې د افغان حکومت د لرې کولو خبرې کوي د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدل معقول کار دی.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.