The news is by your side.

دا ۵ خواړه مو په فوري ډول د وينې لوړ فشار ټیټوي

خبريال وېبپاڼه: د وينې لوړ فشار يو له هغه روغتيايي ستونزو څخه دی چې په هېواد او نړۍ کې ورڅخه ګڼ شمېر خلک کړېږي، له بده مرغه دا روغتيايي ستونزه داسې ده که سمه ونه څارل شي نو ډېر وخت داسې پايلې لري چې تلافي یې بېل ډېره ګرانه وي.

په دې ليکنه کې د وينې ډ لوړ فشار د کورنۍ درملنې او نورو لارو چارو په هکله درته مالومات درکوو.

۱- د وينې د لوړ فشار لپاره ترټولو ښه لاره داده چې وينه نرۍ کوونکې خواره وخورئ، اوږه يو له هغه خوراکي توکو څخه ده چې د وینې په نري کولو مې غښتلی رول لري او په ټوله نړۍ کې په دې صفت پېژندل شوې ده، تاسې کولی شئ د ورځې همداسې د خالصه اوږه وخورئ يا يې هم ميده کړئ او د شاتو يا مستو سره يې ګډه نوش جان کړئ او یا هم یې په خپلو خوړو کې ګډه کرئ، البته دا يادونه بايد وکړو چې د خالصې اغېز زيات وي.

۲- د وینې د ټیټ فشار د لوړولو لپاره ډېر خلک مالګينې تروې يا شړومبې کاروي، خو د وينې د لوړ فشار د ټيټولو لپاره بيا بې مالګې تروې يا شړومبې هم کارول کېږي، ددې ترڅنګ مستې خوړل هم ددې سبب کېږي چې د وینې فشار په نسبي ډول ټیټ کړئ او ناروغ ځان یو څه راحت احساس کړي.

۳- په یخو اوبو باندې مخ مينځل هم د وينې د فشار د ټيټېدو سبب کېږي، ان که امکان يې وي نو دا ډول ناروغان کولي شي چې په لږ ګرمو چې چې د انسان ډېر ساړه ونشي اوبو باندې حمام وکړي، دا په عمومي ډول د وینې جذباتي او شرير جريان اراموي او د وينې فشار په دې ډول راټيټيږي.

۴- څېړنې ښيي چې هغه مېوې چې په خپل جوړښت چې زيات پوتاشيم لري د وینې د فشار په ټيټېدو کې ګټور ثابتېږي، کېله يو له هغه مېوو څخه ده چې د وينې لوړ فشار راټيټوي، کېله پخپل جوړښت کې تر نورو مېوو زيات پوتاشيم لري له همدې کبله د فشار په ټیټولو کې ښه رول لري.

۵- که څه هم ډېر خلک په دې نه پوهېږي خو انار او د انارو اوبه د وينې د فشار په ټیټولو کې ستر رول لري، په انارو کې په زياته کچه ويټامين سي شتون لري قوي انتي اوکسيدان لري او په دې ډول د وینې جریان راحت کوي او د ناروغ د وینې فشار راټيټوي، پوهان هغه کسانو ته چې د وينې د لوړ فشار ستونزه لري د ورځې د يو ګيلاس انارو اوبو د څښلو سپارښتنه کوي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.