طالبان د یوې بلې تېروتنې په درشل کې!

خبریال وېبپاڼه – په قطر کې طالب سرچینې وايي چې ملا برادر هڅه کوي چې پر امریکا د فشار اچولو په موخه چین ته سفر وکړي؛ خو په قطر او پاکستان کې ځیني طالب مشران د ملابرادر له دې پرېکړي ‌سره سخت مخالف دي‌او هڅه کوي چې له امریکا سره د اړیکو حالات سم لورته لاړشي.‌

چین ته د سفر کولو غږ ملا برادر په ایران کې ځینو طالب والیانو او د ملا ګل اغا پلویانو ته په خبرو کې کړی دی؛‌خو دا خبره تر ایران او یا د ملا ګل اغا پلویانو محدوده نه ده پاتې شوې بلکه تر کوټې او قطر پوري ‌رسېدلې ده.‌

په پاکستان کې طالب سرچینې وايي‌ چې ملا برادر وروسته له هغه چین ته د تګ هڅه پیل کړه چې امریکا کې نوي ‌حکومت د طالبانو سره د شوي‌تړون د بیا کتنې خبره وکړه.‌

د کئټې شورا یوه غړي ‌چې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې چین لا هم په طالبانو باور نه کوي‌ او تر ډېره د طالبانو اړوند خبرې له پاکستان سره کوي.‌

د طالبانو د سیاسي ‌دفتر مشر ملا برادر ایران ته د تګ او هم داراز ماسکو ته د خپل پلاوي ‌په لیږلو سره په امریکايي ‌چارواکو کې دا خبره لا نوره پیاوړې کړه چې طالبانو سره شوی تړون باید بیا له سره وکتل شي.

ډېری افغانان په دې باور دي‌چې د طالبانو اکثره مشران خپله اراده نه لري‌ بلکه د پاکستاني‌ استخباراتو په ایشارو چلیږي؛ خو که بیا هم دوی د امریکا په وړاندي‌ سیاسي‌ موضع ګیري ‌وکړي ‌ښايي‌ لوی زیان وویني.‌

د ټرمپ‌ حکومت تر ډېره طالبانو ته زیات اهمیت ورکړی وو او آن تر دې چې د زلمي‌ خلیلزاد پر لاس یې د افغانستان چارې ورسپارلې؛خو طالبانو په خپل وخت کې داسي‌ تېروتنې وکړې چې وروسته د سولې پروسه اشرف غني ‌تر دې ځایه را وغځوله.‌

اوس په امریکا کې دا نظر پوخ شوی چې له طالبانو سره شوی تړون باید بیا وکتل شي‌ تر مۍ میاشتې امریکا يي ځواکونه له افغانستان نه نشي وتلای؛ طالبانو ته په کار دي‌ چې د نړۍ وال سیاست سره سم قدم واخلي‌او په ورین تندي‌ د امریکايي پوځیانو شتون او د تړون بیا کتنه ومني ‌کنه ښايي ډېر نور څه هم له لاسه ورکړي.‌

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More