سست مذاکرات که د تباهي تکرار؟
د طالبانو سره دافغانستان د اسلامي جمهوري حکومت مذاکرات ډېر ورو روان دي، یا بهتره ده چې ووایم اوسني روان مذاکرات په ظاهره کې بې پایلې ښکاري، هغه ځکه چې طالب هر څه غواړي او افغان حکومت بیا دا نه مني.هر څه یعني (م زر ما ټوله زما)، کنه نو د جنګ نه لاس نه اخلم.
یوه خبره خو بیخي کره ده چې امریکا له لمړۍ ورځې د افغانانو او د افغانستان د تېر تاریخ په اړه درست درک نه لرلو، همدغه ډول، امریکا د پاکستان د ترورزم په خلاف د همکارۍ په درواغجن سیاست تل غولېدلې.
امریکایان همدغه ډول په افغانستان او پاکستان کې د موجود افراطي ذهنیت څخه هم زیات معلومات نه لري، او د افراطیت دې خطرناکې پدېدې ته چې پاکستان یې اصلي زاله ده، په کمه سترګه کتلي.
له بل پلوه طالب ته بیا د امریکا-طالب د دوحې تړون، یو کاذب غرور ورکړو، او د سختو وژنو او تاوتریخوالي په زیاتولو سره، ځان ورته په یو لوړ موقف کې ښکاره شو.
کاذب غرور مې ځکه وویل چې طالبانو فکر وکړو چې دوی د امریکا او ناټو په څېر لوی قدرت مات کړو، نو د نړیوالو په لاس جوړ شوی افغان حکومت خو ورته هېڅ هم نه دی.
امریکایان یا د امریکا لخوا د سولې د خبرو لپاره ټاکل شوی خلیلزاد، دا فکر کولو چې طالبان د افغان ولس په مینځ کې ځای لري، خو لکه څنګه مې چې وویل، امریکایان د لمړۍ ورځې څخه د افغان ټولنې او په خاص ډول د افراطي طالب جریان څخه پوره شناخت نه لري.
دا خبر زه په دې اساس کوم چې نړۍ د ستر نظامي ماشین، د طالب په وړاندې وجنګېدلو او بالاخره یې داسې شرمناک تړون د طالب سره لاسلیک کړو، چې د شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې یې تر جدي خطر لاندې راوستې، او هم یې د افغان ولس باور په خپل حکومت راکم کړو.
د امریکا- طالب شوم تړون بله غټه ستونزه دا وزېږوله چې، هغو زورواکو یو وار بیا جرئت پیدا کړو کومو چې لمړی موقت حکومت په داخلي جنګ واړولو، دوی یو وار بیا د افغان حکومت په وړاندې، په داخل کې د موقت حکومت په نوم صف جوړ کړو او افغان ولس او حکومت ته اضافي سردردي پیدا کړه. اوس نو یو خوا طالب او بل خوا د موقت حکومت ډنډوره چیان. هغه څه ښه وایي( یو خوا ډانګ بل خوا پړانګ).
که څه هم دا زورواکي یو څه غاړې ته کړل شوي وو، او هغه پخوانی زور یې اوس نه وو پاتې،خو دا د ایرو لاندې پټ اور بیا راتازه شو.
ددې موقتیانو څخه لمړی کس ګلبدین حکمت یار و، حکمتیار خو دومره په بې شرمۍ دا شرموونکې او تباه کونکې غوښتنه وکړه، چې د افغان ولس تاریخ او عزت ته یې هم ونه کتل، ده د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت په خلاف د افغان ولس د دایمي دښمن، پاکستان په خاوره کې د موقت حکومت شرموونکې څرګندونې وکړې، او دښمن ته یې ځان یو وار بیا وفادار ښکاره کړو.
ده پسې د جمعیت ګوند رهبرانو د موقت حکومت نغاره وډنګوله، او په عامه اذهانو کې یې یو وار بیا بې باوري او جدي تشویشونه رامینځ ته کړل.
دوی ځکه موقت حکومت غواړي چې دوی اوس اوبو اخیستي دي. لکه چې وایي(اوبو اخیستی، ځګ ته هم لاس اچوي) دا اوبو اخیستي په دې نه پوهېږي، چې د اوبو ځګ سړی نه شي ژغورلای، او نور هم سړی ګرداب ته ورټېل وهي.
موقت حکومت لکه د اوبو ځګ دی، په ظاهره کې پرې غولېږې، چې ګوندې ځان به پرې غاړې ته وباسم، خو په حقیقت کې موقت حکومت مونږ ټول افغانان او وطن د تباهۍ ګرداب ته وراچوي، او بیا به د دومره ډېرو پښېمانیو سره، دا هم یوه بله پښېماني زمونږ په تاریخ کې را اضافه شي، بیا نو څه ګټه چې پښېماني وکړو، ولې اوس یې مخه نه نیسو. هغه وخت به هر څه له لاسه وتلي وي، او بیا دومره زیاتې پښېمانۍ خو په خدای که د یو سالم عقل لرونکي سره ښایي چې هره ورځ یې کوو.
څومره ولوېږو، څومره نور خطا ووځو، تر کومه د پاکستان او ایران په جاسوسانو نور باور وکړو؟
بس دی!
تاریخ کې هر قوم او هر ملت چې یو وار مات شوی، نو بیا راویښ شوی، دوهم وار نه دی لوېدلای.
مونږ او تاسو هم راویښ شو! ولې انسانان نه یو، تاریخ نه ذده کړه نه شو کولای؟
مونږ چې په نورو مخلوقاتو ځان پورته حسابوو او د اشرف الخلوق صفت له ځانه نه لرې کوو، خو راځئ چې ددې اشرف المخلوق صفات هم ځان کې پیدا کړو!
مسلمانان یو، او بیا ښه کلک مومنان، په دینداري مو نور څوک څه شک کولای شي آیا ددین لپاره مو هېواد، او ولس قرباني نه کړ؟ نور نو طالب او بل ددې مومن ولس څخه، د ایمان او متدینتوب نور څه امتحان اخلی؟
نور نو مونږ په هر قیمت چې وي د خپل حکومت، هغه که فاصد هم وي، ملاتړ وکړو، دا هم د اسلام د احکامو تقاضا ده چې وایي(د خپل فاصد حکومت په وړاندې هم بغاوت مه کوئ،ځکه د بغاوت په نتیجه کې چې کومه بدبختي رامینځ ته کېږي، هغه بیا د فاصد حکومت څخه څو وارې تباکونکې او فتنه زېږوونکې وي).
مونږ بیا موقت حکومت نه تجربه کوو، هوښیار یو وار لوېږي، نه چې هروار یې پښې ماتې وي.
موقت حکومت یعني د جنګ شدت او کورنۍ تجزیه کېدونکې جګړه موقت حکومت یعني د پاکستان او ایران د افغان خاورې په خلاف د کلونو د نخچې عملي کېدل.
موقت حکومت یعني دا شته ادارې له مینځه وړل او تباه کول نه- نه بیا شاته نه ځو، بیا نه غولېږو، نه، هېڅ وخت هم نه، مونږ نه موقت حکومت غواړو او نه هم د طالب امارت مونږ یواځې جمهوریت غواړو هغه اسلامي جمهوریت چې اوس یې لرو.
ع.ح.خلیل
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.