The news is by your side.

ايکانوميسټ افغان حکومت د نړۍ مستبد رژیم اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: د نړۍ متعبرې اقتصادي نشریې ايکانوميسټ افغان حکومت د نړۍ مستبد حکومت بللی دی، د ايکانوميسټ نشريې د تحقیقاتو په بنسټ افغان حکومت د هېوادونو د حکومتونو په لېست کې دی استبدادي حکومتونه بلل شوي دي.

د ايکانوميسټ نشريې په ۱۶۷ هیوادونو کې د ډيموکراسۍ حالت او وضعیت سپړلی دی او هغه هېوادونه يې په ګوته کړي چېرته چې ډيموکراسي ترټولو په بد او چېرته په ښه حالت کې ده.

افغان حکومت استبدادي حکومت دی!

د ايکانوميسټ څېړونکي په دې قانع شوي دي چې د افغانستان حکومت يو مستبد حکومت دی، په دې څېړنه کې په پام کې نیول شوي اصول افغان حکومت ترټولو کم مراعت کړي دي، د مثال په ډول افغان حکومت په هېواد کې د رسنیو د کار کونکو او خبريالانو په امنیت کې پاتې راغلی دی، په مستقيم او غیرې مستقیم ډول يې رسنۍ او خبريالان تر فشار لاندې راوستلي دي او ان د حکومت اړوند ځينې بنسټونو د رسنیو د ځینو بنسټونو او ادارو د بندولو ګواښ کړی دی او د هغوی لپاره یې په دسيسو جوړونه هم صرفه نه ده کړې.

د استبدادي حکومتونو بل اصل بيا په سياست کې د فکري تنوع ده، د ايکانوميسټ څېړونکو په دې برخه کې هم د لسو څخه افغان حکومت ته ۳,۴۲ نمرې وکړې دي.

د مستبد حکومت ځانګړنې!

په استبدادي حکومتونو کې ډېری مدني ازادۍ تر پښو لاندې کېږي، په دا ډول حکومتونو کې خلک د بیان ازادي نلري د بيان ازادي تر ګواښ لاندې وي، د اقتدار خلاف يا د اقتدار سره فکري ټکر لرونکي کسان خپل فکر نشي بيانولي ځکه د حکومت څخه وېرېږي.

په دا ډول حکومتونو کې یا هېڅ ټاکنې شتون نلري او یا یې که لري هم داسې ټاکنې وی کومې چې په افغانستان کې د ولسمشر غني په رهبرۍ حکومت ترسره کړې، دا ډول ټاکنې د فساد څخه ډکې وي پايله يې د حکومت وېش، د بنسټونو وېش او نور سياسي رشوتونه وي.

په ټوله کې دا ډول حکومتونه په ځان نيوکه نشي زغملی د خپلې خوښې کسان ټاکي په ټاکنو کې هېڅ ډول شفاف اصول په پام کې نه نيسي هرڅه په معامله روان وي.

په افغانستان کې د استبداد سببونه!

په افغانستان کې سياسي مشارکت شتون لري، خو دا مشارکت ډيموکراتيک او شفاف نه دی، بلکې د معاملو او فساد په پايله کې رامنځته شوی دی.

دا چې د افغانستان قضيه د نړۍ د نورو هېوادونو سره توپير لري ددې هېواد د حکومت مالي ملاتړ نور هېوادونه کوي نو دلته پرېکړې هم ډېری د نورو هېوادونو تر منظورۍ وروسته ترسره کېږي.

د مثال په ډول د افغانستان وروستۍ ولسمشريزې ټاکنې که تحليل کړو نو پکې د افغانستان د حکومت ترټولو ستر مالي حامي رول ډېر زيات دی.

په دې ټاکنو کې قدم په قدم ددې هېواد له سفير سره مشوره کېده، پايلې د مياشتو ځنډ وروسته اعلان شوې، د اعلان سره سم امريکا په رسمي ډول اعلان شوی ولسمشر ته مبارکي ورنکړه، دې خاموشۍ د ټاکنو د پایلو تاریخ نه قبلونکي عبدلله عبدالله ته جرات ورکړ چې ځان خود خوانده ولسمشر اعلان کړي.

امریکا د افغانستان په هر ځل ټاکنو کې پراخه لاس وهنه کوي پايله یې دا شي چې وېشلی حکومت له يو سهامي شرکت رامنځته شي، چارواکي وېشل شوي وي، دا چې څوک چاته حساب ورکوي دا مرجع بېلې وي لنډه دا چې په حکومتولۍ باندې رشخند وهل شوی، فساد ته فضا جوړه شوې وي او پايله یې دا شي چې نړيوال تحقیقاتي بنسټونه افغانستان مفسد او مستبد حکومت لرونکی هېواد اعلان کړي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.