طالبانو ته د ناټو د سر منشي ننی پیغام که ګواښ؟

خبریال وېب پاڼه – د ناټو سازمان سرمنشي‌ ینس ستولتنبرګ په ډاګه کړه چې طالبان باید له القاعده او تروریستي‌ ډلو سره له اړیکو لاس واخلي‌ او تاوتریخوالی کم کړي.

 ستولتنبرګ په داسي‌ وخت کې پر طالبانو غږ وکړ چې دوې اونۍ وروسته د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران په یوه غونډه کې په افغانستان کې ددغه سازمان د ماموریت په تړاو پرېکړه کوي.

د ناټو عمومي‌ منشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي‌ پیښو ته په ایشارې وویل چې: « موږ لا هم د تاوتریخوالي‌ شاهدان یو پر ولس؛ خبریالانو او د ټولنې پر نورو غړو بریدونه د اندېښنې وړ دي»

د ناټو سازمان سرمنشي‌ ینس ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې طالبان باید د تاوتریخوالي‌لاس په سر شي؛ نوموړي‌ چې نن یې خبریالانو ته خبرې کولې د اوربند خبره ونه کړه خو ایشاره یې ټوله د اوربند لورته وه.‌

د ناټو تر مشري‌لاندي‌(۱۰۰۰۰) لس زره نړۍ وال سرتېري په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په جګړه بوخت دي؛ چې ۲۵۰۰ دوه زره پنځه سوه یې امریکایان او نور د نوري‌نړۍ پوځیان دي.‌

که څه هم د تېر کال د فروري ‌میاشتې پر ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې امریکا خپل ۲۵۰۰ عسکر تر مۍ میاشتې د ایستلو ژمنه کړې: خو اوس د امریکايي ‌چارواکو د خبرو ښکاري چې دا سرتېري د مۍ میاشتې تر اخیره له افغانستان نه نشي‌ وتلای.‌

په افغانستان کې په جګړه بوخت طالبان په دې تورن دي‌ چې له تروریستي ډلو او په ځانګړي‌ډول له القاعده سره اړیکي پالي؛ او په افغانستان کې تاوتریخوالي‌ته لمن وهي.

که څه هم طالبان وايي چې د امریکايي چارواکو سره شوي‌ تړون ته ژمن دي؛ خو ددغې ډلې له وارخطا کړنو داسي ‌ښکاري‌ چې ځیني‌ داسي ‌کارونه یې کړي‌ دي‌ چې د دوی او امریکا ترمنځ شوی تړون زیانمنولای شي.

له هغه وروسته چې په امریکا کې د جوبایډن حکومت راغلی او د هغه هیواد واګې د رپبلیکنو نه ډیموګراټانو ته په لاس ورغلې؛ طالبانو د ایران او روسیې لمن را نیولې ده. د طالبانو یو پلاوی چې مشري یې ملابرادر کوي‌ له تېرو لسو ورځو ایران کې دی؛ او یو بل پلاوی یې روسیې ته لاړ چې بېرته راستون شو.

که څه هم تر دم ګړیه طالبانو د ناټو د سازمان د سرمنشي‌‌ ینس ستولتنبرګ وروستیو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر داسي‌ ښکاري‌ چې داځل به هم د طالبانو د سرټمبګي‌ نه پاکستان ګټه پورته کړي‌او د وی پر سره به له نړۍ والې ټولنې سره معمله وکړي.‌

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More