The news is by your side.

مېرمنې! له دې جامو سره الوتکې ته نشئ دننه کېدی

خبريال وېبپاڼه:د اسټراليا په مګزين رسنیو کې نن سبا د يوې ماډلې مسله ګرمه ده، اېلانور اېزابېل چې مشوره ماډله ده د هوایي شرکت له رفتار څخه سخت شکایت کړی دی او ډېره ناهيلې شوې ده.

د‌ اېزابېل دا‌ شکایت وروسته له هغه رسنيز شو کله چې دې په ټولنيزو رسنيو کې د الوتکې څخه د ښکته کېدو خبر ورکړ، اېزابېل وايي د خپلو جامو له کبله په الوتکه کې پرېنښودل شوه.

دا‌ وايي په الوتکه کې يو کار کوونکي ورته وويل چې نشي کولی له دې جامو سره سفر وکړي، يا به نورې جامې اغوندي يا به له الوتکې څخه ښکته کېږي، نوموړې وايي چې د پوليسو پدې کار یې ځان ټيټ حس کړ‌ او سپکاوی ورته وشو.

اېزابېل زياتوي کله چې یې غوښتل په مېلبورن کې الوتکې ته دننه شي نو د الوتکې يوه کار کوونکي ورته وویل چې په دې ډول الوتکې ته نشي دننه کېدی بايد یو څه واغوندي، اېزابېل وايي چې په لومړيو کې مې فکر وکړ چې دوی ځکه دا خبره کوي چې هوا به سړه وي او وېره به ورسره وی چې زما يخ ونشي خو وروسته متوجه شوم چې ما په دې ډول په الوتکې کې په پرېږدي.

د اېزابېل په خبره چې ده د الوتکې کار کوونکي ته وويل چې پطلون یې اغوستی دی او په سر یې دا بلوس دی دا نورمال کالي دي، خو هغه بیا هم ونه منله او دې ته یې وویل ترڅو يو بل شی وانه غوندی‌الوتکې ته دنشي د دننه کېدی.

د نوموړې ماډلې په خبره چې د نورو خلکو او سفر کوونکو په وړاندې د الوتکې ددې کار کوونکي له خوا وشرمول شوه، دا زیاتوی چې دا که کوم نارینه وی او سينه یې خلاصه وی نو هېڅ ستونزه به نه وی جوړه شوې خو ددوی لپاره دا هم د ستونزې لپاره کافي دی.

د جټ سټار شرکت ددې پېښې په هکله بخښنه غوښتې ده، ياد شرکت ويلي چې ددوی يو کار کوونکی غلط پوه شوی و، د شرکت په غبرګون کې اېزابېل ويلي چې دا نه پوهېږي چې ۱۹ سومو کلونو کې ژوند کوي که ۲۰۲۱ م کې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance