The news is by your side.

د فنلنډ صدراعظمې هغه کار وکړ چې مسلمانو هېوادونو نشو کولی

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې په ایغور مسلمانانو باندې د چين په ظلمونو ډېری مسلمان مېشته هېوادونو د اقتصادي مجبوريو له کبله سترګې پټې کړې دي خو د کم مسلمان لرونکي هېواد صدراعظمې سنا دا رواج مات کړ او اعلان یې وکړ چې انساني حقوق ورته د تجارتي ګټو څخه لومړيتوب لري.

د فنلنډ هېواد چې ډېر کم مسلمانان پکې ژوند کوي صدراعظمې د چين له لوري په مسلمانانو روان وحشت او ظلم وغنده، مېرمن سنا ويلي چې په ایغور مسلمانانو باندې په روان ظلم باندې سترګې نشي پټولای.

مېرمن سنا پخپل غبرګو کې داسې ويلي؛ په چين کې په روانو ظلمونو باندې سترګې نشو پټولای، اقتصادي او تجارتي ګټې بايد ددې سبب نشي دا ظلم ونشو لیدلی.

د مسلمان مېشت پاکستان غبرګون!

پاکستان چې ځان د اسلام ټېکدار بولي، ملان يې حرام او حلال ټاکي، په نورو هېوادونو کې د وژلو او جهاد فتوا ګانې ورکوي د چین له لوري په ایغور مسلمانانو باندې په روان ظلم خاموش دی‌.

کله چې د ټي آر ټي ورلډ خبريال د پاکستان د صدراعظم عمران خان څخه د چين له لوري په ایغور مسلمانانو د ظلمونو پوښتنه وکړه او په دې هکله یې د پاکستان ددريځ پوهېدل وغوښتل د پاکستان صدراعظم عمران خان خپله غلامي واضح اعلان کړه، په دې موضؤع یې د يوې خوا خاورې واچولې او د بل اړخه یې خپله غلامي په دې الفاظو بيان کړه؛ زه څه نشم ويلی، چين زموږ سره ډېره مرسته کوي، پوهېږئ چې موږ پخپل ګاونډ کې هند لرو، چين په دې سختو حالاتو کې زموږ ډېره لاس نيونه کړې.

د مسلمان مېشتې ترکيې غبرګون!

ترکيه چې ځان د اسلامي هېوادونو موجود او راتلونکي دی ليډر بولي د چين په وړاندې په ګونډو ده، په دې هېواد کې که څه هم خلک د چین په وړاندې د یو کلک دریځ د نيولو غوښتنه کوي خو د ترکیې حکومت بیا د چين په وړاندې د اوف کولو څخه هم تښتي.

ان ددې هېواد د ولسي جرګې تلویزیون تېره اونۍ هغه وخت د يوې ايغور مسلمانې ښځې وينا کټ کړه کله چې ددې هېواد د یوه ګوند له لوري وينا ته راغوښتل شوې وه.

د ترکيې دننه ترټولو زيات اسلامي او سخت ملتپال ګوندونه هم په دې هکله خاموش دي، د ملتپال ګوند يوه غړي څه موده وړاندې وويل چې دوی د چين په وړاندې جنګ نشي اعلان کولی، خو خلک ددوی څخه جنګ نه غواړي بلکې صرف په سياسي ډول ورڅخه د اویغور مسلمانانو د ملاتړ غوښتنه کوي.

مګر د ترکیې هېواد حکومت د خپل مخ په ځوړ اقتصاد په وړاندې د چين څخه هم ضربې خوړلو ته تیار نه دی.

میاشت وړاندې ۵۸ هېوادونو چې ډېری یې اروپايي هېوادونه و په چين کې د روانو ظلمونو د غندلو یوه مشترکه اعلاميه خپره کړه چې دې ټولو هېوادونو پکې لاسليک کړی و خو ترکیې په دې اعلاميه کې برخه وانخيسته او لاسليک یې ونکړ.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.