فراه کې د طالبانو له لوري په زور زياتي له موټروانانو پیسې اخیستل

خبريال ویبپاڼه: په فراه کې موټروانان شکایت کوي چې پر لاره ورڅخه طالبان په زور پيسې اخلي، د طالبانو له لوري ددوی څخه په بېلابېلو مقدارونو پیسې اخیستل کېږي چې لوړې یې ان ۱۷۵۰۰ افغانۍ دي.

د فراه په لاره موټر چلوونکي وايي چې طالبانو په لاره کې پاټک اچولی وي او له دوی څخه د مالیې او په نورو نومونو پيسې اخلي، ددوی په وينا چې طالبان د وسلو سره ولاړ وي او هیڅوک ورته د پيسې له ورکړې انکار نشي کولی.

موټروانان د لویو لارو د نا امنۍ څخه شکایت کوي او وايي چې د يوې خوا ورڅخه طالبان روپۍ اخلي او که دوی روپۍ ورنکړي نو وهي او ټکوي یې او ان د مرګ امکان یې وي او يا یې طالبان له ځان سره وړي.

موټروانان د پاڼ او پړانګ ترمنځ!

د کابل کندهار او هرات په لويه لاره داسې تر فراه پورې موټروانان له سختو ستونزو سره مخ دي، دوی د يوې خوا د غلو له خطر سره مخ دي د بلې خوا ورڅخه د دولت وسله وال مخالفين طالبان روپۍ اخلي او ورپسې ورڅخه د افغان حکومت پوليس په يو او بل نوم پيسې اخلي.

کومه ګټه چې موټروانان کوي د هغوی څخه زياته ورڅخه په دې لارو کې طالبان او ځنې وخت پوليس واخلي، دې حالت موټروانان پوزو ته راوستلي دي او حيران دي چې څه وکړي.

خلک څه کار وکړي!

په داسې حال کې چې خلک په دولت کې د کار په نور د طالبانو له لوري وژل کېږي، هغه کسان چې په دولت کې کار کوي یا د کومې بهرنۍ مؤسسې سره کار کوي نو طالبان هغوی مسلمان نه بولي او وژني يې.

اوس چې خلک د يوې بلې لارې حلاله روزي پيدا کوي، د عامو موټرو موټرواني کوي یا خپل موټر چلوي نو د طالبانو له لوري څخه دومره پيسې اخیستل کېږي چې ددوی د مياشتې ګټه ټوله په صفر کې ضربوي.

خلک حیران دي چې خپل اولاد ته د يوې لمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره څه وکړي، ځکه په هېڅ طرف کې د طالبانو له لوري ځان خوندي نه احساسوي.

د ملت د حوصلې امتحان!

خلک نور په ځان پورې حیران دي، په لارو کې ورڅخه څو ځايه د طالبانو څو ځايه د پولیسو له لوري پیسې اخیستل کېږي او دوی ته ګټه هسې نه پيدا کېږي بس ډېر وخت په دې شکر کولو ته اړ اېستل کېږي چې ځه ژوند خو ترې پاتې شول.

په خلکو لاره ورکه ده او حوصله یې کمه پاتې ده، که داسې هره لاره په يو او بل نوم ورباندې بندېږي نو دا پړسېدلی حالت به په افغانستان کې د يوه ټولنيز انقلاب او چاودنې سبب شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More