The news is by your side.

جرمني کې د کلیسا راهبانو د ماشومانو په حق ستر شرمونکی کار وکړ

خبريال وېبپاڼه: په جرمني کې يو ستر شرم په افشا کیدو دی، امريکايي رسنيو په دې هېواد کې د يوې کليسا له لوري د ماشومانو خرڅول افشا کړل، د کاتولیک کلیسا مشرانو پخپله کليسا کې موجود يتيم ماشومان د ج+ سي غلامۍ لپاره په بډايو خلکو پلورلي دي.

په جرمني کې په کلونو کلونو يوې کليسا يتيم ماشومان په بډايه خلکو او يا هم د کليساو په مشرانو باندې د ج+ سي غريضې د رفع کولو لپاره پلورلوي دي.

مشهورې امریکايۍ ورځپاڼې ډېلي بېسټ خبر ورکړی دی چې په دې هکله څو راهبان نيول شوي دي خو ددوی د محکمې پايلي په رسمي ډول د جرمني د حکومت له لوري د رسنیو او خلکو سره نه دي شريکې شوې.

دا پیښه د ۱۹۶۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ شوې ده، خو په هکله يې دقیق اسناد او مالومات اوس موندل شوي او افشا شوي دي.

د ډېلي بېسټ د خبر په بنسټ په دې کلونو کې د کليسا راهبانو هغه بې کسه يتيم ماشومان چې عمرونه یې د ۸ او ۱۴ کلونو ترمنځ و خرڅ کړي دي.

له دې ډلې څخه ۱۷۵ نارينه ماشومان او باقي نجونې خرڅې شوې دي، د مالوماتو په بنسټ په ۱۷۵ نارينه ماشومانو پوره شل کاله ج+ سي تېری شوی دی او يا په ج+ سي ډول ځورول شوي دي، له خرڅو شویو ماشومانو څخه ۸۰ سلنه يې نارينه او ۲۰ سلنه يې نجونې دي.

په دې هکله پیل شوې څېړنې ښيي چې په دې جرم کې لاس لرونکي ۸۰ سلنه کسان نور ژوند په دي او باقي چې کوم دي د راهبۍ دنده یې پرېښې ده.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې د کليسا راهبانو دا ماشومان په رسمي ډول د چا د اولاد کېدو لپاره نه دي خرڅ کړي او ان ددې مخه يې نيولې ده، بلکې دوی صرف د ناوړه موخو لپاره دا ماشومان خرڅ کړي او په رضايت یې هغه کورنیو ته نه دي ورکړي چې غوښتل یې بدون له پيسو دا ماشومان د خپل اولاد په صفت قبول کړي ‌

د راپور په بنسټ چې راهبانو ددې ماشومانو د نورمال ژوند هڅې څو ځله ناکامه کړې دي، کوم ماشومان چې له دوی څخه تښتیدلي دوی بيا پيدا کړي او بېرته یې کلیسا ته راوستلي او وروسته يې خرڅ کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.