The news is by your side.

د معدې د سوخت د ارامولو لپاره ۶ ګټور خواړه

خبريال وېبپاڼه: د معدې د ناروغيو سبب ډېر کله چې مطلق اکثریت وخت هم ورته ويلی شو ناوړه غذايي رژيم وي، د معدې ټول سروکار له خوړو سره دی له همدې کبله بايد د نورو په انتخاب کې پام وشي، ځینې خواړه داسې دي چې تېزابي خواص يې غښتلي دي او د معدې ستونزه په هغه کسانو کې چې هسې هم د معدې د تېزابو له زياتوالي څخه کړېږي زياتوي.

خو داسې خواړه هم شته دي چې د معدې د ناروغانو او يا د روغو کسانو د معدې د روغتيا د ساتلو لپاره ډېر زيات ګټور تمامیږي، په دې ليکنه کې د همدې ډول خوړو په هکله مالومات درکوو.

۱- ګلپي، ګلپي يو له هغه خوړو څخه ده چې د معدې لپاره حیرانونکې ګټې لري، خو دا چې په افغانستان کې لږ زياته پيدا کېږي او ډېر خلک يې په سم ډول پخولی هم نشي نو مینوال او استفاده کوونکي يې کم دي، خو ګلپي د معدې د تېزابو په وړاندې بيا يو ترټولو زيات اغېز لرونکي خواړه دي، په ګلپي کې موجود مواد ګفارناتو د معدې د زخمونو د تداوۍ لپاره په درملو کې د خامو موادو په شکل کارېږي.

۲- د معدې د دردونو د ارامولو لپاره يو ترټولو زيات اغېز لرونکي شی هم د کچاليو اوبو دي، د کچاليو اوبه وباسئ، ددې لپاره چې د خولې خوند مو خراب نشي د ګازرو د اوبو سره يې کډې کړئ او وې څښئ.

۳- معدني يا خالصې د چينې اوبه وڅښئ، دا ډول اوبه د معدې د تېزابو اغېز د پام وړ کچه راکموي، خو پام کوی چې دا اوبه ډېرې يخې ونه څښئ.

۴- شات هم يو له هغه خوړو څخه دي چې د معدې د روغتيا لپاره يې کارول پوهان سپارښتنه کوي، شات نه يوازې د معدې درد اراموي بلکې د معدې د زخمونو په مخنیوي کې هم رول لري، د يادونې وړ ده چې دا ډول خواص صرف حقيقي شات لري.

۵- شفتالو، هغه مېوه ده چې د معدې د ستونزو لپاره یې ګټې په علمي ډول ثابتې شوې دي، په شفتالو کې موجود مواد د معدې سوخت اراموي او د معدې کار ساده کوي.

۶-کرم، له هغه سبزيو څخه دي د معدې د ستونزو په حل کولو کې یې نوم اخیستل کېږي، تاسې کولی شی کرم جوش کړئ او اوبه یې ترې وباسئ وروسته د همدې اوبو ته ډېر کم ليمو ورزیات کړئ او نوش جان يې کړئ‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.