The news is by your side.

ملا برادر د خپلو سفرونو لړۍ وغځوله

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر په يوه رسمي سفر باندې د ترکمنستان هېواد ته رسېدلی دی، د ایراني رسنیو د خبر په بنسټ ملا برادر ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په ميدان هوايي کې ښه راغلاست ويلي دي.

ويل کېږي چې د طالبانو دا مشر به په ترکمنستان کې ددې هېواد د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې د مسلې په هکله خبرې اترې وکړي د ترکمنستان په رول به بحث وشي او همدا راز به په نورو موضوعاتو د نظر تبادله وشي.

د طالبانو زياتېدونکي سفرونه!

بهرنیو هېوادونو ته د طالبانو سفرونه په داسې وخت کې زیات والی مومي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ اړيکې مخ په خرابېدو دي.

د امريکا متحده ايالات د طالبانو سره لاسليک شوې توافقنامه له سره ارزوي او طالبان ددې توافقنامې په نه عملي کولو تورنوي، د بلې خوا بيا طالبان وايي چې دوی دا توافقنامه په سم ډول عملي کړې ده او که امريکا یې عملي نه کړي نو دوی به په امريکايي ځواکونو حملې د سره پيل کړي.

ويل کېږی طالبان اوس د امريکا د رقيبو هېوادونو خواته ځان نېږدې کول غواړي او په دې ډول امريکا ته دا ښايي چې دوی اوس يوازې نه دي.

د حالاتو شننوکي د طالبانو دا حرکتونه د يوې خوش باورۍ تولید ګڼي او وايي چې ددا ډول سفرونو څخه د طالبانو هيلې په ځمکني واقعیت کې ځاي نلري، پوهان وايي چې همدا هېوادونه چې طالبان ورته سفرونه کوي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو ترڅنګ د موجود حکومت ملاتړ هم کوي او غواړي دوه طرفه لوبه وکړي.

د امريکا سره همغږي!

پوهان وايي که چېرې طالبان د امريکا سره ټکر وکړي نو تر ننه پورې یې چې د امريکا څخه د توافقنامې په واسطه څه ترلاسه کړي دي ټول به له لاسه ورکړي.

ددې په ځاي پوهان سپارښتنه کوي چې طالبان دې د امريکا سره جوړجاړی وکړي او د حکومت سره دې بين الافغاني خبرو ته دوام ورکړي، کله چې د حکومت او دوی ترمنځ سوله وشوه بیا په فوري ډول د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه معقوله ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.