The news is by your side.

له سولې په تېښته طالب مشران!

خبریال وېبپاڼه – د ملا برادر په مشري د طالبانو د سیاسي‌دفتر یوه ډله له ایران نه سمدستي‌وروسته ترکمنستان ته تللې ده؛ دا ډله چې ظاهرآ د ترکمنستان سره د اړیکو جوړولو هڅه کوي‌؛ په لویه کې د بین الفغاني‌خبرو له میز نه په تېښته ښکاري.

په قطر کې طالب مشران پر دې خبره سره وېشلي‌ دي‌ چې مشران دي د سولي ‌ټغر غوړېدلی پرېږدي ‌او تر ودې تښتي. په پاکستان کې ډېری له جګړې ستړي‌او د ملا محمد عمر د نظر پلویان طالب قوماندانان د ملا برادر منډو ترړو ته د شک په سترګه ګوري‌ او په دې اند دي‌ چې ښايي د ملا برادر او پر هغه د راڅرخېدلې کړۍ له دا ډول کړنو نه افغان حکومت ګټه واخلي‌او نړۍ والې ټولنې ته وروښيي چې طالبان سولي‌ته ژمن نه دي.

طالبانو دا منلې ده چې ملا برادر ترکمنستان ته د اړیکو د ښه کولو په موخه تللی دی؛ خو پّ قطر کې طالب سرچینې وايي‌چې د ملا برادر لویه هڅه داده چې چین ته سفر وکړي‌او دی غواړي‌چې په دې ډول پر امریکا فشار راوړي ‌چې د سولي‌ هوکړي‌ته ژمنه پاتې شي؛ خو تر دم ګړیه داسي‌ بریښي چې امریکا د خپلو پوځیانو د تولو په تړاو خپله پرېکړه کړې او امریکا يي ځواکونه تر مۍ میاشتې له افغانستان څخه نه وزي.‌

ډېری افغانان په دې باور دي چې طالبان باید د خبرو سلسله جاري وساتي ‌او د پآکستان په خوله له امریکا سره نسبتآ رغېدلې اړېکي ‌خرابې نه کړي او افغانستان بیا د امریکا يي‌الوتکو د بمباریو لورته بونه زي.

اوس داسي ښکاري‌ چې یو اندازه طالبان د پآکستان له اثره وتلای شي؛ خو که په سرټمبګي پرېکړي‌ وکړي‌ او پر امریکا د پآکستان په سیاست د فشار اچولو هڅه وکړي‌ اړیکي‌به یې بیا زیانمن او دوی به د پآکستان رحم ته پاتې شي.

پاکستاني ‌استخبارات له خپلو ټولو وسایلو کاراخلي ‌چې د امریکا له نوي‌ حکومت سره اړیکي ‌وغځوي؛ خو پآکستاني استخباراتو ته تر ټولو ښه او اسانه بازار د افغانستان جګړه او د طالبانو شتون دی چې ځیني ‌طالب مشران په لوی لاس د ملا محم عمر مجاهد ور پاتې تحریک لا نور د پآکستان په کنټرول کې ورکول غواړي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.