وارخطا برادر ولې ترکمنستان ته ولاړ؟

خبريال وېبپاڼه: ملا برادر په لنډه موده کې د ايران وروسته اوس د ترکمنستان په دوره دی، دده د سفر په موخه په ښکاره دا ویل شوي چې د سولې په مسله به له ترکمن چارواکو سره خبرې کوي خو دا چې دی به د ترکمنستان د چارواکو سره د سولې په هکله څه او کومې خبرې کوي مالومات نشته.

د برادر سفرونه د امریکا سره د اړيکو تر خرابېدو وروسته زيات شوي دي، ظاهرا اوس طالبان د کفر او اسلام فرق نکوي او د کفارو سره يې دوستۍ ملا رانغښتې ده، ځکه دوی تېره اونۍ مسکو کې و او ملاتړو یې د مسکو د ليدنې په دفاع کې ويل چې دوی بايد دوستان ډېر کړي، طالبان په داسې حال کې د کفارو دوستانو په ډېرولو کې دي چې نور خلک به یې د کفارو سره په دوستۍ او حتی د‌‌ مجبوريت څخه د کار له کبله هم وژل.

د واشنګتن سره ټکر!

د امريکا نوی حکومت لګيا دی ورځ تر بلې د طالبانو سره شوي توافقات له سره څېړي او د اشرف غني له حکومت سره خپلې اړيکې او تماسونه غښتلي کوي.

دې حالت طالبان سخت ورخطا کړي دي،‌ له همدې کبله يې په ټوله کې هغه هېوادونو ته سفرونه زیات کړي چې د امريکا سره ښې اړيکې نلري.

دوی په دې هېوادونو کې د افغانستان حکومت او امریکا ته د بيا جګړې اخطارونه ورکوي او په دې عقيده دي چې ايران او روسيه او د روسیې ترلاس لاندې هېوادونه به يې مرسته وکړي.

له بهر څخه اخطارونه!
طالبانو تېره اونۍ دوه سفرونه درلودل، یو یې د ایران پلازمېنې تهران او بل د روسیې پلازمېنې مسکو ته، په دواړو سفرونو کې دوی د افغانستان د حکومت د لرې کېدو او له منځه وړلو خبره وکړه.

تهران کې ددوی د سياسي دفتر پخواني ویاند سهيل شاهين د کابل حکومت لرې کېدل د امريکا سره ددوی د توافق يوه برخه وبلله او په مسکو کې بيا عباس ستانکزي د افغانستان د حکومت د مشر اشرف غني استعفا د سولې لپاره اړين شرط وباله.

ستره جګړه!

په داسې حال کې چې د امريکا سره تر اړيکو خرابېدو او د طالبانو او امريکا ترمنځ د لاسليک شوی توافق د لغوه کیدو يا بېدلېدو امکان شته او دا ډول ګنګوسې خپرې دي طالبانو د يوې سترې جګړې خبر ورکړی دی.

د طالبانو وياند پرون ددې ډلې يوه رسمي اعلاميه خپره کړه او په هغه يې د يوې سترې جګړې خبر ورکړ، طالبانو په دې اعلاميه کې د جنرال جوزف ډنفورډ هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی و چې د ويل يې د افغانستان څخه ډ ځواکونو د نه ایستلو لپاره بايد ديپلوماتيکې مخې وشي.

طالبانو پخپل غبرګون کې ویلي و چې که امريکايي ځواکونه په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي نو دا ځل به یوه ستره او خطرونه جګړه پيل شي.

ليکوال: تاج محمد ارين

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More