The news is by your side.

د امریکا له لوري د دایمي اوربند ملاتړ

خبریال ویبپاڼه/ د افغان ولسمشرۍ ماڼې وايي چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین له محمد اشرف غني په ټلیفوني خبرو کې د افغان سولې په هکله نوې څرګندونې کړې دي او له دې څخه يې ثابته کړې  چې د امریکا نوي دولت ته هم افغانستان اهمیت لري

د امریکا د دفاع وزیر لویډ له محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې کړې او زیاته کړې يې ده چې امریکا په افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ کوي چې پایله يې په دې هېواد کې دایمي اوربند وي او جګړه په کلي ډو له منځه ولاړه سي.

ار ګ په یوه بیان کې په دې هکله ویلي چې دواړه لورو د خپلو هېوادونو پر اړیکو او د افغان سولې د وروستیو پرمختګونو په هکله بحثونه کړي دي.

د دې خبرو په لړکې د وروستیو هدفي وژنو په هکله هم اندېښنې څرګدې سوې او ویل سوي چې که په افغانستان کې سوله راځي نو باید پایله يې دایمي اوربند وي او امریکا د یوې داسې سولې ملاتړ کوي.

د امریکا لوړ پوړی چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تازه د طالب پلاوي له لوري د روسیې په ګډون د سیمې څو هېوادونو ته سفرونه سوي او د افغان سولې په هکله يې خبرې کړې دي.

وروستۍ پایله؟

امریکا په افغانستان کې د طالبانو په هکله خپل دریځ ترډیره بریده بدل کړی او د افغان سولې لپاره د رښتیني سولې لپاره غواړي اقدامات وکړي له امریکا سره د سولې هوکړې په هکله بیا کتنه له افغان دولت سره اړیکي هغه څه دي چې پایلې يې بدلې کړې او طالبان مجبور سوي چې په سیمه کې د نورو هېوادونو ملاتړ له ځان سره ولري هغوی په دې وروستیو کې پاکستان، ایران روسیې او اوس ترکمنستان ته سفرونه کړي.

امریکا ویلي چې طالبان باید د ترسره سوې هوکړې ټول مراحل ومني او جګړه کول و دروي

خلک څه وايي؟

د پسرلي په رانژدې کیدلو سره کچیري د سولې او اوربند لپاره کار ونه سي نو خلک اندېښنه لري چې یوځل بیا به جګړې او هدفي وژنې زور واخلي او له دوی به له زیات شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان کړي، تراوسه افغان دولت او طالبان د بین لافغاني خبرو په درشل کې په دې نه دي توانیدلي چې یوې پریکړې ته سره ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.