د مارک زاکربرګ همصنفۍ د فېسبوک په هکله جالب اعتراف وکړ

خبريال ویبپاڼه: نتاليا پورټمن د هاليوډ د فلمونو يوه مشهوره ستورې ده، په ګڼو فلمونو کې لکه تور چې په ۲۰۱۱ م کال کې خپور شو او په ډېر زيات شهرت یې ترلاسه کړ دې کار کړی دی.

تېره ورځ اغلې پورتمن د يوه اسټراليايي تلویزیون سره د مرکې په مهال د خپل يو راز څخه پرده پورته کړه، پورټمن په عین زمان کې د فېسبوک د بنسټګر مارک زاکربرګ ټولګي واله هم تېره شوې، دوی دواړو په هاروارډ پوهنتون کې يو ځای درس لوستی.

د اسټراليايي تلویزیون سره په مرکه کې پورټمن وویل چې کله دا په ښوونځي کې وه نو فېسبوک پیل شوی و( کېدی شي د ښوونځي څخه یې مطلب پوهنتون وي) ما د هغه ورځې راهیسې هېڅکله په فېسبوک کې کوم حساب خلاص نه کړ.

پورټمن فېسبوک او دې ته ورته پلټ فورمونه اوس يو څه بې مسولیته بولي او وايي چې دا ډول پلټ فورمونه لکه فېسبوک بايد ډېر زيات مسولیت په غاړه واخلي او په داسې يوه سرچينه وانه وړي چې هلته هغه څه چې حقيقت نه وي د حقیقت په شکل په ميليونونو خلکو ته وړاندې شي.

پورټمن وايي چې فېسبوک او نور پلټ فورمونه اوس تر ډېره تجارتي شوي دي او پکې د انسان اړیکو لپاره کوم خاص ځای موندل ګران کار دی.

دې مشهورې او ښکلې ستورې د ځان په هکله وويل چې ښوونځي ته په داسې وخت کې تله چې کامره لرونکی تلیفون، فېسبوک او انسټاګرام یې نه کارول.

مېرمن پورټمن زياتوي چې په ځوانۍ کې سړی ډېر داسې کارونه کولی شي چې هغه ښه کارونه نه وي او نه بايد د ټولنې سره شريک شي له همدې کبله دا ځان خوش بخته ګڼي چې په ځوانۍ کې له ټولنيزو رسنيو څخه لرې وه.

په ټولنيزو رسنيو کې د مېرمن پورټمن دا څرګندونې وايرل شوې او په زرګونو خلکو ورته غبرګون وښود، ددې خبرو سره ډېرو کسانو د موافقت ترڅنګ د مخالفت غبرګون هم ښودلی و.

ځینې کسانو مېرمن پورټمن په حقه ګڼله او ويل يې چې فېسبوک اوس د تجارتي او سياسی موخو لپاره کار کوي د انسانانو محرمیت ته د درناوي اصول یې ضعيف دي او جدي بدلونونو ته اړتیا لري.

يو لوړ نور کسان بيا ددې څرګندونو سره مخالف او ليکلي یې و چې فېسبوک د خلکو د غږ رسونې لپاره يو تاريخي فرصت رامنځته کړی دی د بيان دا ازادۍ په برخه کې يې ډېر لوی کار کړی دی او په ټوله کې خلک ورڅخه خوشحاله دي.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More