The news is by your side.

عربي اماراتو د اسرايلو سره د اړيکو وروسته په شرمونکي کار لاس پورې کړ

خبريال ویبپاڼه؛ عربي متحده اماراتو د اسراييلو سره تر اړيکو نورمال کولو وروسته اوس يو بل پارونکی کار هم وکړ، د اسرایلي رسنیو د راپور په بنسټ عربي متحده اماراتو په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني کډوالو د بنسټ سره خپلې مرستې کم ترينې کچې ته راټيټې کړې دي.

د اسرايل د ۲۱ تلویزیون د خبر په بنسټ تر دې وړاندې به عربي متحده اماراتو په کلني ډول د فلسطیني کډوالو د پالنې کميسيون ته پنځوس ميليونه امريکايي ډالر ورکول خو د اسرايلو سره د سولې وروسته اوس تېر کال عربي متحده اماراتو دې بنسټ ته صرف يو ميليون ډالر ورکړي دي.

په خبر کې راځي چې مرستې کمول د اسرایلو سره د اړيکو د پيل د تاريخ د نېټې سره سمون خوري او دا کار ددې مانا هم ورکولی شي چې امارات د اسرايلو سره د اړيکو پيل د فلسطین سره د اړيکو د پرېکون خواته د تګ نيت لري.

امارات يوازنی عربي دولت نه دی چې د اسرايلو سره د اړيکو د پيل کولو وروسته په فلسطینيانو خاورې اړوي او خپلې مرستې وروسته پرې کوي، بحرين هم د اسرايلو سره د اړيکو د نورمال کولو وروسته په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني کډوالو د پالنې د بنسټ سره خپلې مرستې کمې کړې دي، خو د بحرین حکومت دا مالومات نه دي ورکړي چې دوی څومره مرستې کمې کړې دي.

د منځني ختيځ شننونکي وايي چې امارات غواړي د فلسطینیانو څخه بدل واخلي، کله چې په سپين ماڼۍ کې تېر کال د اسرایلو سره د سولې تړون لاسليک کړ نو فلسطينيانو او ددې هېواد حکومت ورباندې سختې نیوکې وکړې.

د فلسطین ځايي حکومت هم امارات او بحرین د فلسطين او د اقصی له جومات سره په خيانت تورن کړل او دا یې د فلسطینانو د ازادۍ په ارمان کې ستر خيانت وباله.

د فلسطین ترڅنګ نورو اسلامي هېوادونو او ان ځینې غربي هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو په اماراتو نیوکې کړې دي، دا بنسټونه او هېوادونه وايي په داسې حال کې چې اسرايل اوس هم د فلسطنيانو کورونه ړنګوي هغوی له خپلو کورنو باسي د عربي هېوادونو ورسره دا ډول تودخې اړیکې د ځان غوښتنې څخه پرته بل څه نه دي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.