استرلیايي سرتېرو ته د سروزرو ساعوتون ورکړه
خبريال وېبپاڼه؛ په داسې حال کې چې اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د شوق او تمرين عام افغانان په قتل رسولي دي خو وروستي راپورونه ښيي چې د روزګان ولايت پخواني امنيه قوماندان مطيع الله خان د اسټراليا ځانګړو ځواکونو ته د سرو زرو ساعتونو ډالۍ کړي دي.
د اسټراليا د اې بي سي تلويزيون ددې هېواد ددفاع وزارت په حواله راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو ته د روزګان ولايت د امینې قومندان له لوري د سرو زرو داسې ساعتونه د ډالۍ په شکل ورکړي دي چې د هره یوه بيه تر زرو ډالرو رسېده.
د اسټراليا ددفاع وزرات دې تلویزیون ته په دې هکله ډاډ ورکړی چې د اسټراليا د قوانینو مطابق پوځيان اجازه نلري چې ډالۍ ترلاسه کړي نو دا چې په افغانستان کې د ډالۍ رد کول ډېر بد ګڼل کېدل نو دې پوځیانو دا ډالۍ منلې دي.
د اړیکو د جوړلو لپاره!
د راپور په بنسټ دا ساعتونه د روزګان د پخواني امینې قومندان مطيع الله خان له لوري د اسټراليا د ځانګړو ځواکونو مهمو اشخاصو ته ورکړل شوي دي.
قناعت دادی چې مطيع الله خان دا کار ددې لپاره کړی دی چې د اسټراليا ځواکونو سره خپلې اړيکې غښتلې کړي، په راپور کې دا هم راځي چې مطيع الله خان يو بدنام قومندان و چې په زياتو ناقانونه وژنو او فعالیتونو کې یې لاس درلود.
مطيع الله خان د بهرنيو ځواکونو سره ډېرې ښې اړيکې درلودې خو د افغانانو په وړاندې بيا د سخت او بې رحمه دریځ څخه برخمن و او د افغانانو په ځورولو او وژلو کې یې د هېڅ وحشت څخه لاس نه اخیست.
د کرزي سره اړيکې!
په راپور کې دا هم راغلي دي چې بدنام قومندان مطيع الله خان د کرزي سره ډیر نېږدې اړيکې درلودې، مطيع الله په ۲۰۱۵ م کال کې د طالبانو له لوري ووژل شو.
ويل کېږی چې مطيع الله خان په روزګان ولايت کې يوه ملېشه جوړه کړې وه او په دې ډول یې په خلکو بېلابېل ظلمونه او غيرې قانوني کارونه کول.
د روزګان د امینې قومندان له لوري په داسې حال کې استراليايي ځواکونو ته د سرو زرو ساعتونو ډالۍ کړي دي چې همدا اوس په آسټراليا کې ۱۹ پوځيان د ۳۹ بې ګناه افغانان په وژنې تورن دي او محکمه ددې پوځيانو په هکله په شواهدو راټولولو بوخته ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.