The news is by your side.

طالبان؛ اشرف غني ډيموکراسۍ ته نه دی ژمن

خبريال وېبپاڼه؛ د نړۍ د مستبدو رژیمونو په قطار کې د افغان حکومت د راتلو وروسته طالبانو په دې مسله باندې يوه اوږده ليکنه کې خپل دريځ بيان کړی دی.

څو ورځې وړاندې د ايکانوميسټ نشريې اړوند څېړندویې خپرونې د خپلې څېړنې پايلې اعلان کړې چې د هغه په بنسټ افغان حکومت پکې د شمالي کوریا، ايران او سعودي عربستان غوندې مستبدو حکومتونو په لړ کې راغلی دی.

طالبانو پخپله يوه اوږده ليکنه کې چې په رسمي ډول ددوی نظر څرګندوي ليکلي دي چې د ايکانوميسټ نشريې راپور ښيي چې افغان حکومت په نړیواله کچه هم مشروعیت له لاسه ورکړي دی او په نړۍ کې يو مفسد او مستبد رژيم منل شوی دی.

طالبان په خپل دې ليکنه کې د ډيموکراسۍ په اړوند کاږي چې افغان حکومت ددوی په اصطلاح د کابل اداره پخپله ولسواکۍ ته هېڅ ډول تعهد نلري بلکې نيت يې صرف چوکۍاو د هېواد لوټ کول او خپل بهرنیو بادارانو ته خدمت کول دي.

دوی پخپله ليکنه کې افغان حکومت بې پايښته بللی دی او زياته کړې يې ده چې افغان حکومت به بدون له خپلو نړيوالو ملاتړ کوونکو څخه هیڅ عمر ونلري او په طبیعي ډول به په افغانستان کې له منځه ولاړ شي.

د ليکنې په یوه بله برخه کې راغلي چې د اشرف غني له لوري دا ادعا چې نړیوال ددوي ملاتړ کوي دوی په رسميت پېژني او دوی باندې اعتبار کوي دروغ ده، طالبانو ليکلي چې اشرف غني اوس په نړیواله کچه د یو مفسد او مستبد رژيم په توګه پېژندل کېږي او په نړۍ کې هېڅ ډول محبوبیت او ملاتړ نلري.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په افغان حکومت کې د موجود فساد له کبله د حکومت مشرانو ته توند الفاظ کاروي او دا حکومت او مشران يې په نړيواله کچه بدنام يادوي.

د چارو شننونکي افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د فساد په وړاندې مبارزه دې د شعار څخه وباسي او د عمل په ساحه کې يې دې ثابته کړي که نه نو د نړۍ په وړاندې به د طالبانو منطق تر حکومت غښتلی شي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.