The news is by your side.

طالبان؛ د اشرف غني بدیل لرو

خبريال وېبپاڼه؛ طالبانو تازه د ولسمشر غني په هکله اوږدې څرګندونې کړې دي، دا ځل طالبانو په ځانګړي ډول په ولسمشر غني نیوکې کړې دي او هغه يې د افغانستان د خلکو یو غولونکی غوندې معرفي کړی دی.

دا ليکنه چې د طالبانو د اونۍ د لیکنې په صفت خپرېږي د طالبانو رسمي دريځ څرګندوي، په دې ليکنه کې د ولسمشر غني په هکله لاندې ټکو ځای نيولی دی.

طالبان په ليکنه کاږي چې افغان ولسمشر اشرف غني بې بديله شخص نه دی، که څه هم دوی په غني تور لګوي چې اشرف غني ځان خلکو ته داسې یو شخص معرفي کړی چې دده څخه پرته بل څوک د هېواد چارې په سم ډول نشي کنټرول کولی پسې زیاتوي چې اشرف غني هېواد په نړيواله کچه بدنام کړي دی.

طالبان په ليکنه کې وړاندې د اشرف غني په هکله وايی چې هغه صرف د فساد په برخه کې بديل نلري، ځکه تر ده بل هېڅوک زيات فساد نشي کولی، د هېواد په لوټولو کې غني بديل نلري.

طالبان په دې ليکنه کې زياتوي چې اشرف غني داسې یو حکومت کوي چې په نړۍ کې د ترټولو مفسد حکومت په توګه پېژندل کېږی، دا ډول حکومت د افغانستان د حیثیت لپاره ستره ضربه بولي او وروسته کاږي چې د اشرف غني له لوري دې هېواد ته صرف د فساد درجه راوړل شوې ده.

طالبان د ايکانوميسټ نشريې راپور هم مطرح کوي او وايی چې نور کله به د ولسمشر غني حکومت د نړۍ مفسد حکومت و اوس نړیوال ورباندې پوه شوي چې يوازې مفسد نه دی بلکې مستبد هم دی.

شننونکي وايي چې د افغان حکومت په رهبرۍ او نورو مقامو کې د فساد رد کول امکان نلري خو ددې ترڅنګ په طالبانو تور لګوي چې د‌ جګړې اور یې تازه ساتلی دی او دا ددې سبب شوی چې په حکومت کې چارواکي له حالت څخه ناوړه استفاده وکړي او په فساد لاس پورې کړي.

د حالاتو څارونکي وايي چې که طالبان سوله وکړي او په افغانستان کې د جګړې اور خاموش شي نو په ګډه سره د حکومت له بنسټونو څخه د فساد ريښې پاکول به اسانه شي او افغانستان به د فساد له ناوړه نوم څخه خلاص شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.