The news is by your side.

عبدالکریم خرم د امريکا د خطرناکې سناریو څخه پرده پورته کړه

خبريال وېبپاڼه؛ د افغانستان د پخواني ولسمشر د دفتر ريس عبدالکریم خرم د بين الافغاني خبرو د درېدو او د افغان حکومت او طالبانو له لوري د جګړې د پيل اعلان ته په غبرګون کې ویلي دي چې د امريکا مدیریت ناکام نه دی بلکې امریکا په شعوري ډول حالات دې ځای ته رارسولي دي.

خرم چې په افغانستان کې یې د امريکايي ځواکونو شتون ته تل د خطر په سترګه کتلي دي وايي چې امريکا د اول څخه د ټولو سرتېرو د اېستلو پلان نه درلود، اوس نو لاره دې ته جوړوي چې وايی دوی تيار نه دي په دې حالت کې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.

خرم په داسې حال کې د ټولو سرتېرو نه اېستل د امريکا پلان بولي او امریکا د ټولو سرتېرو د نه ایستلو لپاره په شرايطو جوړلو تورنوي چې تېره ورځ د امريکا له لوري د افغانستان د مطالعې ډلې هم د خپلې څېړنې پايله دا اعلان کړه چې که امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي نو په دې هېواد کې به کورنۍ جګړه رامنځته شي.

ټول طرفونه جنګ ته تياري نيسي!

تېره ورځ کله چې د امريکا د مطالعې ډلې د خپل راپور په اعلان سره وويل چې له افغانستان څخه بايد ټول امریکايي سرتېرو ونه وځي او ددې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې وشي د طالبانو وياند یې په غبرګون کې وويل چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو ځنډول به د يوې خطرناکې جګړې لامل شي.

خرم په دې هکله وايي چې طالبان همدا اوس اخطارونه ورکوي چې د افغانستان ستراتيژيک ولايتونه به سقوط کړي او سخته جګړه به پيل کړي، د بلې خوا د افغان حکومت له لوري هم‌ د جګړې او دفاع خبر ورکول کېږي.

پرون د افغانستان د حکومت د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب وويل چې طالبانو د جګړې نیت کړی دی د سولې د خبرو مېز یې پرېښی دی او په زور غواړي حکومت ونيسي او په خلکو واک وکړي، محب زياته کړه چې دوی تيار دي د طالبانو په وړاندې جګړه وکړي او د خپل هېواد او خلکو ساتنه وکړي.

د خرم په نظر دا امکان نلري چې دا پروسه دې د امريکا څخه دومره وشړېږي، خرم که څه هم په ښکاره الفاظو نه وايو خو دا نیت یې په ليکنه کې بيان کړي دی چې حالات امریکا په شعوري ډول دې ځای ته رارسولي دي او دا ناورین هغه څه دي چې امريکا يې غواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.