The news is by your side.

د روسيې څخه ايران ته دوه پرلپسې ګوزارونه!

خبريال وېبپاڼه: په ايران کې حکومت پلوي خلک مسکو ته غوسه دي چې ولې ددوی د ولسي جرګې مشر د پوتين سره د ليدنې لپاره نه دی پرېښودل شوی.

تمه وه چې د ايران د مجلس مشر قاليباف د روسیې په سفر کې د ويلاديمير پوتين سره ليدنه وکړي او په عين زمان کې هغه ته د ايران د مذهبي مشر ايت الله خامنه اي ليک هم وسپاري، خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ښاغلي قاليباف سره د ليدنې انکار کړی دی.

په ټولنيزو رسنيو کې د ايران د موجود حکومت مخالفين دا په درز بدرګه کوي او وايی چې د ايران ترټولو ستر سيمه يز دوست هېواد روسیې هم نور د ايران له بې فايدې ملاتړ څخه لاس اخیستی دی‌.

يوه بله مسله چې د مخالفينو غږ يې ورقوي کړی هم داده چې د روسیې ددولت په یوه رسمي اعلاميه کې چې د عراق اړوند خپره شوې ده د ايران د خوښې او ګټو په ضد خليج العربي کلمه کارول شوې ده، دې خليج ته ايران خليج فارس وايي او عربي هېوادونه بيا ورته خليج عربي وايي.

د روسیې له لوري دې خليج ته د عربي خليج لفظ کارول د ایران د حکومت مخالفين نور هم په دې قانع کړي دي چې روسيې نور ايران ته خپلې دروازې بندې کړې دي او ايران په سيمه کې سخت يوازې پاتې شوی دي.

د امريکا او غربي هېوادونو په وړاندې د ايران ترټولو ستر حامي روسیه وه، په سوریه کې ایران او روسیه په يوه جبهه کې و او د سوریې د موجود حکومت ملاتړ یې کاوه، دې یوالي د ايران او روسيې اړيکې نورې هم قوي کړې وې.

خو اوس په دې وروستيو کې روسيې د ایران سره د خپلې دوستۍ مزی سست کړی دی او ايران يې په سيمه کې يوې ځورونکې تنهایۍ ته یوازې پرېښی دی.

د نړيوالو اړيکو متخصصين وايي چې ايران نه د اذربايجان، نه هم د ترکیې، او نه هم ګاونډیو عربو هېوادونو سره ښې اړيکې لري، يوازنی د حساب وړ دوست هېواد روسیې هم ورڅخه ځان لرې کړی نو په دې وخت کې په ايران هر ګوزار د بل وخت په پرتله زيات اغېز کوي او ايران ډېر زیانمن کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance