The news is by your side.

د پښتون ولس پر سینه غځیدلی اغزن تار او ستونزې؟

خبریال ویبپاڼه/ لر او یو بر یو پښتون او یو ولس خو د پاکستان له لوري د ډیورنډ پر کرغېړنه کرښه د اغزن تار کشولو له امله د سیمې یو ولس بیل سوی او له زیاتو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

د پاکستان له لوري د لر او بر پښتون د جلا کولو یوه کوچنۍ هڅه چې پر دې کرغېړنه کرښه د غزن تاز غځول دي پیل سوي خو ډیرځله يې خلکو په وسلوالې مبارزې مخه نیولې خو لاهم پاکستان خپل  دې شوم هدف ته دوام ورکړی.

خلک له کومو ستونزو سره مخ دي؟

که څه هم پاکستان دعوه لري چې  دا سیمه يې د افغانستان سره سرحد دی خو د دې سیمې ولسونه په خپل منځ کې هیڅ کرښه او سرحد نلري یو له بل سر خپلوۍ، شراکت کورنۍ او کلتوري ګډې اړیکي د دې لامل سوې چې دا ولسونه هیڅ وخت یو له بل سره د جلا والي احساس ونکړي.

د دې فرضي کرښې دواړو لورو ته ولسونه وايي ان داسې لا سوي چې د دې اغزن تار د غځېدلو له کبله یې ملکیتونه پر دوه برخو ویشل سوي او یا یې هم دا ملکیتونه یوه لورته پاتي سوي او زیاتوي چې پاکستانی پوځ لاهم خپل دې ظلم ته دوام ورکوي.

د پاکستان د دې کار په وړاندې افغان دولت چپ پاتي دی خو په یو شمېر سرحدي ولاتیتونو کې کله پاکستاني پوځ د دې تار د غځولو هڅه کړې نو ولس یې په وړاندې دریدلی او د دې تار د غځولو مخ نیوی يې کړی.

افغان دولت باید څه وکړي؟

دا چې د دې فرضي کرښې سرحد هیڅ رسمیت نلري نو افغان دولت ته په کار ده چې د پاکستان له لوري د دې اقدام چې اغزن تار غځولو ته ادامه ورکوي باید مخالفت يې وسي او په دې اړه د نورو اقداماتو ترڅنګ باید شکایت وسي.

د کرښې  دواړه لورو ته خلک پښتانه یو ولس ژورې خپلوۍ یو او له بل سره کلتوري او فرهنګي ګډ دودونه لري چې اوس پاکستان د همدې اصل د له منځه وړلو په هڅه کې د اغزن تار غځولو ته ادامه ورکوي چې هیڅ یوه پښتون او افغان ته د منلو وړ نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.